په اسلام کي ديو مسلمان لپاره اصلي لباس يا جامه په نن عصر کي کومه ده؟
که چيري موږ دنړی علماوو ته وګورو نو دافغانستان علماء يو قسم لباس دی دمصر او نورو اسلامي هېوادونو دعلماوو لباسونه او جامې بيا فرق کوي آيا په سلام کي دمسلمانانو لپاره داسي يو واحده جامه شته؟
بله پښتنه مي درشی او نکټايي تړلو په هکله ده آيا په اسلام کي جواز لري؟
محمد حسن جان – کندهار .
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د اسلام سپيڅلي دين په هر عصر زمان کې د نړۍ مختلفو اقليمونو، ګرمې او يخې هوا او د هرې ټولنې عاداتو ته په کتلو سره د لباس يا جامې کومه خاصه بڼه او شکل نه دی ټاکلی بلکي د مسلمان د لباس لپاره يې ځنې شرعي ضواط او آداب ټاکلي دي چې ځنې په لاندې ډول دي :
۱- د نارينه د ستر او عورت پټوونکی به وي او د ښځينه حجاب به پکې مراعات شوی وي.
۲- د نارينه لپاره د ابريشم استعمال حرام دی .
۳- د نارينه لباس به له ښځې سره مشابح نه وي او د ښځې به له نارينه سره مشابهت نه لري .
۴- په جامه کې به اسراف نه وي .
۵- د مسلمان لباس به د کافرانو سره مشابهت نه لري .
۶- د نارينه وو لپاره خاص سور رنګ لباس اغوستل مکروه دي.
د پطلون ، دريشي او نيکتايي اغوښتل :
معاصر مفسر او فقهي شيخ محمد المختار الشنقطي رحمه الله وايي:
پطلون (يا دريشي او نيکتايي) اصلاً د غربيان جامه ده او د مسلمانانو جامه نه ده او دا د غرب څخه اسلامي هيوادونو ته را وارد شوي دي، پطلون کچېرې نری او تنګ وي چې د مخې او يا شا طرف عورت حجم ورڅخه څرګنديږي نو اغوستل يې جواز نلري ځکه چې په دې کې کشف عورت دی مګر که پراخه وي او عورت نه ورڅخه څرګنديږي مګر د خلکو په عرف او رواج کې هغه ته په ښه نظر نه کتل کيږي نو په دې صورت يې اغوستل مګروه او ترک يې غوره دی [1]
او د ښځې لپاره د پطلون اغوښتل مطلق حرام دي ځکه چې په دې کې د نارينه سره مشابهت دی :
په دليل د دغه حديث شريف : «لعن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- المتشبهن من الرجال بالنساء والمتشبهات من النساء بالرجال» (البخاري).
ژباړه: رسول صلی الله عليه وسلم لعنت فرمايلی په هغو ښځو چې د نارينه سره مشابهت کوي او په هغو سړيو چې له ښځو سره مشابهت کوي.
د خلکو او ټولنې د عادت خلاف جامه :
او هر هغه جامه چې د خلکو د عام عادت خلاف وي د هغې اغوښتل مکروه دي لکه : زياده اوږده ، يا ډيره لنډه جامه، دريشي او پطلون په کومه ټولنه کې چې رواج نه وي [2]
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
…………………
[1] – قال الشنقيطي رحمه الله : أما ما مسما بالبنطون فهذا وارد علی المسلمين من الغرب و ليس اصله في ديار الاسلام ، و لکن انه ورد علی المسلمين اما حکم لبس فما کان مضيقا محذقا یهدد تفاصیل عورت سواء کان ذالک في القُبل او الدُبر فانه لا يجوز لبس لما في ذالک تهدي جرم العورة ، و قال علماء اللجنة الدائمة : ولا يجوز لهم أن يتشبَّهوا بالكفار في لباسهم بأن يلبسوا الملابس الضيقة التي تحدِّد العورة ، أو الملابس الشفافة الرقيقة التي تشف عن العورة ولا تسترها ، أو الملابس القصيرة التي لا تغطي الصدر أو الذراعين أو الرقبة أو الرأس أو الوجه ” انتهى .
[2] – لُبْسُ الأَلْبِسَةِ الَّتِي تُخَالِفُ عَادَاتِ النَّاسِ مَكْرُوهٌ لِمَا فِيهِ مِنْ شُهْرَةٍ ، أَيْ مَا يَشْتَهِرُ بِهِ عِنْدَ النَّاسِ وَيُشَارُ إِلَيْهِ بِالأَصَابِعِ ، لِئَلا يَكُونَ ذَلِكَ سَبَبًا إِلَى حَمْلِهِمْ عَلَى غِيبَتِهِ ، فَيُشَارِكَهُمْ فِي إِثْمِ الْغِيبَةِ .
فَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ مَرْفُوعًا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ” نَهَى عَنِ الشُّهْرَتَيْنِ فَقِيلَ : يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا الشُّهْرَتَانِ ؟ قَالَ : رِقَّةُ الثِّيَابِ وَغِلَظُهَا ، وَلِينُهَا وَخُشُونَتُهَا ، وَطُولُهَا وَقِصَرُهَا ، وَلَكِنْ سَدَادًا بَيْنَ ذَلِكَ وَاقْتِصَادًا ” (1) الموسوعة الفقهية ۶/۱۳۷ .