په نني عصر کې ډیر ي میرمني یوډول بوټ اوچپل استعمالوي چې لوړي اوهسکي پوندي لري ،او دسنډل ، یاکعب العالي په نوم یادیږي ، نو آیامیرمنوته دداسي ډول بوټونو په پښوکولو کې خوبه کومه شرعي ګناه نه وي ؟

په نني عصر کې ډیر ي  میرمني  یوډول بوټ اوچپل استعمالوي چې لوړي اوهسکي پوندي لري ،او دسنډل  ، یاکعب  العالي په نوم  یادیږي ، نو آیامیرمنوته دداسي ډول بوټونو په پښوکولو کې خوبه کومه  شرعي ګناه نه وي ؟

 

نو په دي هکله بایدووایو چې دداسي بوټ یاچپل پښوکولو اصلي مقصدڅه دی ، نو ډیر کله میرمني داسي ډول بوټ یواځې ددي لپاره پښوکوي چې ځان ترهغه هسک اوجګ ښکاره کوي چې کوم ددي اصلي قد دی ، اوپه اسلام کې دوسائلو حکم دمقاصدو دی ، نو که یې همدانیت وي چې چاته دوکه اوفریب ورکړي نودداډول بوټ  دپښوکولو په نه جواز کې هیڅ شک نشته ،

 

اوبل داچې دداډول بوټ پښوکولوله کبله  میرمني سم تګ هم نه شي کولی بلکه یوي بلي خواته کږه وږه روانه وي که څه هم ددي ډول بوټ پښوکولو سره هغه عادت هم وي،

 

اوداسي کوږ ووږ تګ دخلګو په مخ کې نامناسب کار  دی ، دتبرج له جملي  څخه ګڼل کیږي  چې الله جل جلاله مسلماني میرمني ورڅخه منع کړي دي ،

 

درېیم داچې بعض ډاکټرانو اوطبیبانو دداسي ډول بوټ پښو کولو دروغتیااوصحت مضر ګنلي دي ،هغوئ وایې : چې داډول بوټ پښو اودملاتیر ته تاوان رسوي ،

 

 

نوپه مجموعه کې داویلی شو چې ددي ډول پایذار په استعمال کې که دلاندیني امورو څخه  کوم شیئ وجودولري نو استعمال یې شرعا ممنوع دی ،

 

۱ =  داچې له عادي تګ څخه ورباندي وزي ، دخلګو دنظر مرجع ګرزي ، نوچې هرډول بوټ داسي وي نودهغه پښوکول نه دي جائز ،

 

۲=  که یې پښوکونکې  دنړیدلو په خطره کې وي ، ځکه انسان په دي مکلف دی چې ځان له داډول خطرونو څخه وساتي ،

 

۳=  که یې په صحت بدي اغیزي درلودي ،

 

۴= که  دوکه اوفریب پکې وي،

 

والله تعالی اعلم

 

احکام تجمیل النساء ۲۳۲مخ
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.