په نني عصر کې دمسواک په ځای ټوتهـ پیسټ اوبرش ډیرزیات استعمالیږي په دې باندې اجر اوثواب میلاوېږې او که نه ؟

دمسواک په ځای ټوتهـ پیسټ اوبرش استعمال

په نني عصر کې دمسواک په ځای  ټوتهـ  پیسټ اوبرش ډیرزیات استعمالیږي په دې
باندې اجر اوثواب میلاوېږې او که نه ؟
هو په نني عصر کې دمسواک په ځای  ټوتهـ  پیسټ اوبرش ډیرزیات استعمالیږي ،نوپه اصل کې دمسواک وهل دوه اړخه لري ،یودمسواک اصل مقصودچې بلکل ښکاره اوڅرګنددی چي هغه دخولي اوغاښونوصفایې ده ،همداوجه ده چې فقهآء دومره ورځې مسواک نه وهل چې له خولې بدبويې راځې اوغاښونه ژړ شي ،مکروه بللي،
دوهم اړخ یې آله دمسواک ده ،یعني هغه شیئ چه دهغه په واسطه سره دغاښونوصفایې وشي،
ټوتهـ پیسټ ،منجن  په ذریعه سره خودمسواک لمړنی هدف ترلاسه کیدلی شي لکه امام نووي رحمه الله لیکي  :
وبأی شیئ استاک ممایقلع ویزیل التغیر کالخرقة  وغیرها أجزأه لانه یحصل به المقصود وان أمر اصبعه  علی اسنانه لم یجزئه  لانه لایسمی سواکا،  (شرح المهذب ۱/ ۲۸۱)
یعنی دغاښونودژیړوالی دختمولولپاره که هرڅه استعمال کړي نودمسواک وهلوپه ځای کافی کیږي ، اوکه په غاښونومحض ګوته تیره کړي نوکفایت نه کوي، اودمسواک ځای نه نیسي،
اوشیخ سیدسابق رحمه الله تعالی لیکي :
وان کانت السنة تحصل بکل مایزیل صفرة الاسنان فینظف الفم کالفرشة ونحوها ، (فقه السنة ۱/ ۴۵)
نوټوتهـ  پیسټ [ دغاښونوبرش ] اومنجن استعمالول هم جائز دي اودمسواک وهلویوسنت ورباندي اداء کیږي ،چې دخولې اوغاښونوصفایې ده ،
اوبل سنت پاته کیږي هغه داچې مسواک دکومی ترخې درختي شاخ یاهم ریښه وي، نوبهتره داده چې مسواک استعمال شي ،اوکه هغه نوي نوبیادغاښونوبرش هم هیڅ پروانه لري ،
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.