په نابالغتيا كې پلار چې د جينئ كومه نكاح وكړه
هغه صحيح ده
دويمه نكاح د بلوغ نه پس نه شى كولى
پوښتنه : يوسړى د خپلې لور نابالغې ايجاب او قبول د خپل وراره دپاره د ګواهانو وړاندې په مجلس عام كې وكړه يعنې د مذكوره سړى سكه ورور قبول كړو اوس چې كله جينئ بالغه شوه نو ددې پلار ددې نكاح په بل ځاى كې وكړه آيا ړومبى نكاح مجاز ده او كه فاسد او ده نكاح ثانى او ددغه سړى څه حكم لري ؟
ځواب : كه اولنى ايجاب او قبول په طريقه د نكاح او په مجلس د نكاح كې شوى وي وړاندې د ګواهانو نو دا ړومبى نكاح صحيح شوه دويمه نكاح ددې باطل او ناجائز شوه او دا جينئ به ړومبى خاوند ته ملاويږي او د دويم خاونده دى جدا كړى شى او مذكوره سړى چې داسې كړيدى هغه دې توبه وكړي همدا د ګناه كفاره ده .