چېرې کار وکړم زما څخه خو لاره ورکه ده؟

 

په اوسني دولت ‘خارجي موسساتو‘او يا په شخصي شرکتونو کي دنده اجراء کول څنګه دي ځکه زه اوس نوي دانجنيري پوهنځي څخه فارغ شويم او څه وکړم او که دنده اجراء نه کړم نو دا لاسته راوړي علم هم راڅخه دي ياده وځي که ځواب راکړي نوډيره قدر داني به مو وي ځګه لاره رانه ورکه ده
نصير احمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د الله تعالی رښتيني بندګان همداسې وي چې د حلال رزق پيدا کولو فکر ورسره وي او له حرامو څخه خپل ځان کلک ساتي ځکه دی په دې باندې ايمان لري چې له خپل پروردګار سره به مخ کيږم او هغه (جل جلاله ) د زرې زرې حساب را سره کوي او د حرامو د سخت انجام څخه په وېره کې وي.

♣♣♣

ضعيف الايمانه او منافق صفته بيا فقط په دې فکر کې وي چې څنګ خپل ځان موړ او بډای کړم هغه که د هرې لارې (رشوت ، د بل کس حق خوړل ، غلا ، دوکه او فريب ، سود ، د کفارو موالات او نور ) څخه وي .
واقعاً چې نن زمونږ هيواد وال د سخت امتحان او فتنې سره مخ دي ، هغه رښتنې مسلمانان چې د حلالو او حرامو لحاظ ساتي له سختې محاصرې سره مخ دي ځکه پر هيواد مو کفر يرغل کړی دی او دغه يرغل يو فاسد او خبيث رژيم درولی دی چې اکثره معاملاتو يې د موالاتو ، رشوت ، سود او قمار ، د نارينه او ښځينه اختلاط څخه خالي نه دي.

♣♣♣

د ټول امت په دې اتفاق دی چې د حربي کافرو سره د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې هر ډول مرسته په هر شکل چې وي حرام او موالات بلل کيږي ( هغه که د موادو وروړل وي ، د نظامي اډو جوړول او نور وي حرام دي ).
وقد نص فقهاء الإسلام في كتبهم من أئمة الحنفية والمالكية والشافعية والحنابلة وغيرهم من فقهاء الإسلام على تحريم بيعهم ما يستعينون به على المسلمين سلاحاً أو عتاداً أو دواباً فلا يجوز أن يعطوا طعاماً ولا أن يباع لهم طعام ولا شراب ولا ماء ولا خيام ولا شاحنات ولا نقل ولا أن تعقد معهم عقود صيانة أو نقليات ونحو ذلك والكسب الناتج عن ذلك كسب خبيث حرام ، وهو سحت، والسحت النار أولى به .
د فقهاؤ په اتفاق لکه ائمه حنفي ، ماليکي ، شافعي ، حنبلي او د امت نورو فقهاؤ په نزد د حربي کفارو سره بيع ، تجارت يا معاملات چې د مسلمانانو په مقابل کې د هغوی مرسته او مدد ور باندې کيږي حرام دي لکه سلاح ، او همدارنګه په هغوی باندې د خيمو ، خوراک او څښاک خرچول حرام دي ، د هغوی د نظامي او حربي وسائلو نقل او هغوی ته د سامان برابرول او نور حرام دي ددې کسب نه کټلی مال خبيث دی ، او تر دې  مال نه د اور سګوټې غوره دي .
په دليل د دغه آيت شريف : [ إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ] [الممتحنة:9] ) ً
ژباړه : الله تعالی تاسې منع کوي له دوستۍ د  هغو خلکو چې ستاسې سره په دين کې جنګيدلي وي او تاسې يې له خپلو کورو ويستلی وی او هغه چې شريک شول په ويستلو د تاسې کې  او څوک چې د دوی سره دوستي کوي پس هغه دي ظالمان (
مګر هغه کارونه چې د هغوی مرسته نه ورباندې کيږي بلکي د عامه خلکو لپاره کارول کيږي لکه : معارف ، آبرساني ، برق ، روغتون او نور د ضرورت پر بناء جايز دي ځکه ددي کارونو ترک کول مشکلات نور هم زياتوي ، حال دا چې په اسلامې شريعت کې د توان پر بناء د مصالح د جلب او د مفاسدو له مينځه وړل دي : لکه څنګه چې الله جل جلا له فرمايي : «فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ» (تغابن 16).
په دې خبره باندې د نړۍ وتلي عالم عبدالرحمن البراک د افغانستان او عراق لپاره فتوی ورکړی ده .
الحمد لله، لا ريب أن من أعظم البلاء الذي حل بالأمة الإسلامية تسلط الدولة الأمريكية – لعنهم الله – على المسلمين وغزوهم، كما جرى في بلاد الأفغان، حيث أطاحوا بدولة طالبان وأقاموا دولة عميلة لهم، تأتمر بأمرهم وتسير حسب توجيهاتهم،
وكما جرى ثانياً في العراق، وهم بصدد إقامة دولة عميلة كذلك، والواجب على المسلمين عموماً، وعلى أهل البلاد المحتلة خصوصاً أن يقاوموا هذا الغزو بكل الوسائل الممكنة، ولا يجوز لمسلم أن يعينهم على تحقيق أهدافهم، فإن ذلك من مظاهرة الكفار على المسلمين،
والعمل مع قوات الاحتلال في وظائفهم التي تعينهم على تنفيذ أهدافهم وتحقيق مطامعهم حرام؛ لأن هذا نوع من مظاهرتهم،وقد نهانا الله تعالى عن ذلك بقوله: {ولاتعاونوا على الاثم والعدوان } سورة المائدة(2)،
وأما الوظائف التي يتوصل بها إلى تحقيق مصالح المسلمين والمسالمين، وتدرأ شرورالمفسدين من اللصوص والمعتدين على الحرمات، كالعمل في المستشفيات، فهذا النوع من الوظائف يجوز العمل فيها، وإن كانت تحت إدارة قوات الاحتلال؛ لأن ترك هذه الوظائف و التخلي عنها يزيد الأمر شدة، وتعظم به المصيبة،
وشريعة الإسلام تقوم على جلب المصالح ودرء المفاسد بحسب القدرة والإمكان، كما قال تعالى: (فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ) (التغابن: من الآية16). والله أعلم.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟