په موټر کې فرض لمونځ کول نه صحي کيږي مګر د سفر په وخت کې سنت او نفل سړی په سورلی کې ادا کولای شي ، د فرضو د ادا کولو د پاره به له سورلۍ څخه ښکته کيږي او لمونځ به کوي .
متفق عليه حديث شريف دی : (پيغمبرصلی الله عليه وسلم به فقط فرضي لمونځونه د اوښ په شا نه ادا کول) (متفق عليه)
حضرت جابر رضی الله عنه وايي : (رسول الله صلى الله عليه و سلم به د سفر په وخت کې په اوښ باندې لمونځ کولو په هر طرف به چې تللو په همغه طرف به يې لمونځ کولو ، او هر کله به يې چه فرض لمونځ ادا کولو نو له اوښ نه به پياده شو او مخ به يې قبلې ته کولو). (البخاري) .
مګر که څه عذر وي چه د سورلۍ نه په کوزيدلو سره د سر او مال زيان وي مثلاً د دوښمن ويره وي د سامان د ورکيدو ويره وي نو بيا په سورلی کې لمونځ کول جايز دي .
ومن الاعذار ان يخاف لونزل عن الدابة علی نفسه او علی ثيابه او دابته لصاً او سبعاً او عدواً (فتاوی هنديه ج ۱ ص ۹۲ ، شرح التنوير ج ۱ ص ۷۳۳ ، زيوربهشتي ج ۱ ص ۱۶۱ ) .
فان صلاة الفرض في الستارة لا تصح الا اذا امکن فيها القيام ، والاعتدال والطمانينة ، اذا کان هناک عذر يمنع من النزول ، وقد خيف فوات الوقت متجوز الصلاة فيها (فتاوی الشبکة اسلامية ) .
که رابندي وي او د لمانځه د فوت کيدو خطر وي نو سړی به له موټر څخه پياده کيږي او لمونځ به کوي وروسته به په بل موټر کې ځي دا کوم عذر نشي کيدای .
خو که له چا سره خپل موټر وي او په رابندی کې ګير شي چې هيڅ خواته نشي تلای يا له سړی سره سامان وي د لمانځه د فوت ويره وي نو لمونځ به په سورلی کې وکړي .
وروسته به خپل پروګرام ته تغير ورکړي تر څو لمونځ په لاره کې ورباندې قضا نشي او دا به يو هميشنی عادت نه جوړوي.
په نقليه وسايطو کې لکه طياره ، موټر،ګاډی او کښتۍ کې د لمونځ کولو طريقه :
که په وسائطو کې خالی ځای وي د سر ګرځيدلو او چپه کيدو ويره نه وي نو په ولاړه لمونځ کول پکار دي مګر که ددې امکان نه وي په ناسته سره لمونځ ادا کيږي د سجدې او رکوع په ځای به اشاره کوي چه د سجدې د پاره به د رکوع په نسبت لږ څه ډيرښکته کيږي .
په لومړی سر کې به خپل مخ د قبلي طرف ته کوي وروسته چې سورلی هري خواته درومې همغه خواته به لمونځ کوي ځکه چې دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم عادت شريفه وو چې کله به يې د سفر په حالت کې په سورلی لمونځ کولو نو خپله سورلی به يې د قبلی طرف ته برابره کړه تکبير تحريمه به يې وويلو او وروسته به چې هرې لورې ته تله همغه خواته به يې لمونځ کولو ( احمد او ابوداود ) .
ویلزم استقبال القبلة عند الافتتاح و کل مادارات (شرح التنوير ج ۱ ص ۷۹۷ ) .