جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى مَا لِعَبْدِي الْمُؤْمِنِ عِنْدِي جَزَاءٌ إِذَا قَبَضْتُ صَفِيَّهُ مِنْ أَهْلِ الدُّنْيَا ثُمَّ احْتَسَبَهُ إِلَّا الْجَنَّةُ» (البخاري ) .
ژباړه : الله تعالی وايي : د جنت څخه بغير بله بدله نه لري هغه بنده مې چې ګران او خوږ دوست يې په دنيا کې ورنه واخلم او هغه د ثواب او بدلې په نيت صبر وکړي .
” إذا مات ولد العبد ؛ قال الله تعالي لملائكته: قبضتم ولد عبدي؟ فيقولون: نعم فيقول: قبضتُم ثمرة فؤاده ؟فيقولون: نعم، فيقول: فماذا قال عبدى ؟ فيقولون: حمدك واسترجع فيقول الله تعالي: ابنوا لعبدي بيتاً في الجنة وسموه بيت الحمد (رواه الترمذې و صحيح الجامع:795) .
ژباړه : کله چې د بنده بچی وفات شي ، الله تعالی ملائکو ته وايي : زما د بنده له بچي څخه مو روح واخست ؟ ملائکي وايي : هو ، بيا ورته وايي : د زړه ميوه مو ورنه قبض کړه ؟ هغوی وايي : هو ، وايي : نو زما بنده يې په اړه څه ويل ؟ وايي : ستا حمد يې بيانولو او تا ته يې رجوع کوله ، پس الله تعالی وايي : زما د بنده لپاره په جنت کې کور جوړ کړئ او هغه د الحمد په نوم و نوموئ .