ژباړه/ساحل منګل
په ماشومانو کې پر نفس باندې د باور رامنځ ته کېدو مسله د ماشومتوب له دورې د ۳-۵ کلونو کې پيليږي (د ځينو په خبره حتی له دې څخه هم د کم عمر په وخت کې) او داچې د ماشوم نړۍ څه ډول ده او والدين له هغوی سره څه ډول چلند کوي، په دې پورې تړلې ده. په دې وخت کې د والدينو او روزونکو غبرګونونه د ماشوم (پرځان باندې باور)په برخه کې ډېر مهم او اثر لرونکي دي، ځکه چې هغوی کولای شي ماشوم پرځان باندې باور ته متوجه او دغه مسله په ښه ډول هغوی ته وليږدوي. ماشومان د طفوليت په لومړيو کې د خپلواکۍ غوښتونکي دي او دايي خوښيږي، چې پر ځان متکي شي. دغه اړتيا په ټولو ماشومانو کې موجوده ده؛ حتی په هغو کې هم چې ډېر کمزوري وي.
په څلور کلنۍ کې دغه احساس په ده کې ښکاره کيږي؛ چې پر خپل نفس باندې باور وپيژني او پر هغې فخر وکړي. خو دغه مفکوره له دې عمر څخه وړاندې پيليږي؛ هغه وخت چې يو نوی زيږدلی ماشوم د ژوند مهم پړاو ته رسيږي، هغه ددې حس کوي، چې په دې مهم پړاو کې بايد پر ځان باندې باور لري او يايي بايد ولري.
کله چې ماشوم د پرلپسې ناکامو هڅو وروسته، خپلې خولې ته د قاچغې په پورته کولو بريالی کيږي، په دې وخت کې د يوه شي د پورته کولو حس تجربه کوي. کله چې ماشوم پوه شي، چې هڅه يې ناکامه شوه د بيا لپاره هڅه کوي او پر خپل ځان باندې د باور او ځواک پر مفهوم پوهيږي او په عين حال کې له نورو خلکو سره خپل باور او زور تجربه کوي او له هغوی سره یې شريکوي.
په پنځه کلنۍ کې هغه ځان ته زياته پاملرنه کوي . په شپږ کلنۍ کې شايد مور ته ووايي، چې که چېرې نوموړې په کور کې نه وي؛ کولای شي دی کور وساتي او د ۴-۷ کلونو پورې په هغه کې پرنفس باندې باور جوړيږي. د هغه د ځان پالنې حالت ددې لامل کيږي، چې په شخصي او ډله ايزو کارونو کې خپل باور وښيي.
له اوه کلنۍ وروسته پر نفس باندې باور په هغې کې ريښه کوي او ماشوم په ځينو وختونو کې پر خلکو امرونه هم کوي. دې ته لېوالتيا لري، چې په چارو کې مداخله وکړي او خپل نظر څرګند کړي او د ستونزو د حل لپاره په خپله تصميم ونيسي. پر نفس باندې د باور تر څنک هغه د ځانښودنې په حال کې هم وي او کوښښ کوي ورځ تربلې خپل ځان ځواکمن کړي او د خپل مور و پلار څخه خپلواکي ترلاسه کړي.
په ماشومانو کې پرنفس باندې د باور په رامنځ ته کېدکې والدينو رول
د والدينو مناسب کړه وړه په ماشومانو کې پر نفس باندې د باور د رامنځ ته کېدو په برخه کې کليدي رول لري او کوښښ بايد وشي چې په کوچنۍ ټولنه (کورنۍ) کې ماشومانو ته داسې زمينه برابره شي ترڅو ددوی پرنفس باندې باور زیات او ځواکمن شي. ټول والدين د ماشومانو پر نفس باندې د باور په زياتوالي کې هڅه کوي. هغه ماشوم تصور کړئ چې د لومړي ځل لپاره تصمیم نيسي چې له نلکۍ څخه اوبه وڅکي. د مور و پلار لومړنی غبرګون به دې وخت کې څه وي؟ دوی به ورته وايي((فکر کوه، اوبه تويې نه کړې)). خو ستاسې په نظر دغه غبرګون به سم وي؟ ددې جملې پر ځای بايد ورته وويل شي((افرين بچو؛ څومره تکړه يې چې خپله دې اوبه وڅکلې)) په دې ورستۍ جمله کې ليدل کيږي، چې د ماشوم پر نفس باندې د باور د زياتوالي لامل ګرځي.
ماشوم بغير له قيد و شرط څخه دوست وګڼئ او له هغه سره مينه وکړئ؛ د نورو مسايلو تر څنګ له ماشوم سره بغير له قيد وشرطه مينه کول په هغه کې پرنفس باندې د زياتوالي لامل ګرځي.د بې قيد و شرطه مينې او محبت څخه منظور دادی چې هيڅ وخت بايد د هغه له احساساتو سره لوبې ونکړو، هغه محدود نه کړو او هغه ته دروغ ونه وايو. که چېرې ستاسې ماشوم يوه تېروتنه وکړه، هغه مه رټئ. په دې وخت کې ځينې خلک دي چې ماشوم ته وايي؛ بې تربيه، بې عقله، شړم دې… چې دغه جملې د ماشوم پر ذهن بد اثر کوي . ستاسې ماشوم بايد په دې وپوهيږي، چې د هرې تېروتنې سره سره له ده سره مينه لرئ او کومه تېروتنه چې وکړي مناسب غبرګون ورته وښاياست.
د ماشومانو پر نفس باندې باور د والدينو په احساس او کړو وړو پورې تړلی دی ؛چې د ماشومانو پر وړاندې يې لري.که چېرې تاسو پر خپل ماشوم باور وکړئ او هغه د ښو کارونو له امله تشويق کړی؛ د هغه هم دا خوښيږي، چې پر خپل ځان باندې باور کړي.
خپلو ماشومانو د نورو ماشومانو استعدادونه او وړتياوې مه بيانوی او له نورو سره یې مه پرتله کوئ. د نورو وړتياوې خپل ماشوم ته بيانول د ماشو د رټنې مانا لري. د خپلو او نورو ماشومانو تر منځ وړتياوې وپيژنئ، د ټولو انسانانو وړتياوې بېلابېلې دي. د خپل ماشوم استعداد مالوم کړئ او په هغه کې يې د لا غوړېدا لپاره کار وکړئ.
ماشومان په ناستو او غونډو کې کينوئ، د هغوی نظر ته غوږ شئ او مباحثه ورسره وکړئ، چې په دې کار سره د ماشوم جرت زياتيږي او له ټولنيز اضطراب څخه ژغورل کيږي.
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162