په لوټو او قاغذ تشناب استنجاء کول

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته
زما پوښتنه د استنجا په اړه ده مطلب دا چې په کومو څیزونو د استنجا کول جایز دی او آیا بعد له رفع حاجت نه د اوبو نه د استنجا لپاره کار اخیستلی شو او کنه؟

بسم الله الرحمن الرحيم

د قضاء حاجت وروسته د نجاست پاکولو ته استنجاء وايي چې دوه صورتونه لري .

اول :  په لوټو يا قاغذ تشاب سره استنجاء کول د امت په اتفاق جايز دي په شرط ددې چې د لوټو تعداد له دريو کم نه وي او د نجاست محل به ښه پاکوي چې دې صورت ته په شريعت کې استجمار وايي  .

دوهم : په لوټو او قاغذ تشاب پاکول او بيا وروسته په ابو مينځل چې دا افضل صورت دی .

مګر د هر لمانځه د پاره استنجاء ته ضرورت نشته او همدارنګه د باد په وتلو سره هم استنجاء ته ضروت  نشته بلکی استنجاء د قضای حاجت ورسته تر سره کيږي د لويو ميتيازو د محل پاکوالی او همدارنګه د تشو متيازو د څاڅکو او رطوبت ښه وچول او پاکول پکار دي .

د باد د پريکيدلو په صورت کې استنجاء پدی وجه نشته چې پدی صورت کې بدن په پلتۍ (نجاست ) نه دې لړل شوی د باد وتل صرف حکمی ( چې په سترګو نه ليدل کيږي ) نجاست دی چې پدی صورت کې صرف اودس کافی دی (فتاوی دارالعلوم ديوبندی ج ۱ ص ۸۶ )

او همدارنګه درالمختار ليکی

وقيل سببها الحدث الحکمية وهو وصف شرعی يحل فی الاعضاء يزيل الطهاره ( درالمختار علی هامش رد المختار ج ۱ ص ۱۳۶ )

والله سبحانه و تعالی اعلم

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟