په لمانځه کې کوم ځای ته وکتل شي او د څه شي تصور کول پکار دی ؟
د سلام په وړاندی کولو سره غواړم په لومړی قدم کی ستاسو څخه مننه وکړم تر څو مو سوالونه راته ځواب کړه خو دغه لاندی پوښتنه مو نه ده را ځواب کړی که د مهربانی له مخی یی را ځواب کړی مهربانی به مو وی
۱: آیا په لمانځه کښی داسی عمل تر سره کول صحت لری ؟
– په قیام کښی باید د سجدی ځای ته وکتل سی او داسی فکر وسی چی همدغی خاوری ته به ځم او ورکی ښخیږم به
– په رکوع کی باید د پښو ګوتو ته وکتل سی او داسی فکر د ځان سره وسی چی لومړی به د پښو د ګوتو څخه ساه وځی
– په سجده کی باید د پزی سر ته وکتل سی او داسی فکر د ځان سره وسی چی په قبر کی به لمړی تر هر اندام پزه خاوری کیږی.
– په التحیات (اخری ناسته) کی باید سینی ته وکتل سی او داسی فکر وسی چی د زکندن په وخت کی ټوله ساه (نفس) د ټوله بدن څخه را جمع کیږی و سینی ته او وروسته بیا د سینی څخه په جمعاوری توګه خارجیږی.
نوټ: دا عمل ما ترسره کړی دی او په لمانځه کښی د پخوا په پرتله ۹۵٪ فیصده د شیطانی وسوسو څخه ژغورل سوی یم او ټوله فکر می په مرګ کی وی او هغه صحنی را په یاد کیږی، نو په دی اساس و می پوښتل چی آیا دا کړنه په اسلام کی جواز لری که یا؟
احمد زهين لمر