په لمانځه کې د قرائت بې ترتيبه لوستل څه حکم لري ؟

ولو کارکونکو او لوستونکو ته د زړه له کومی سلام وایم بعد له سلامه زه یوه پوښتنه لرم که په مهربانی سره ځواب راکړی. که چیری د لمانځه په اول رکعت کی الناس سورت وویل شوی او ورسته رکعت کی لهب سورت وویل شی څه واقع کیګی؟ – روح الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په لمانځه کې قرآنکريم قصداً بې ترتيبه لوستل داسې چې په لومړی رکعت کې د الناس سورت او دوهم کې د لهب سورت ولوستل شي لمونځ مکروه کوي (فاسيږي نه بلکي ثواب يې کميږي ) او که په هيره سره داسې وشي باک نه لري ( فتاوي المحمودي – کفايت المفتي ) .

و  في الدر  المختار:

«‌ويُكْرَهُ الفَصْل بسورة قصيرة وأن يَقْرأَ منكوساً …وفي القنية: قَرَأَ في الأولى الكافرون وفي الثانية  ألم تر أو  تبت  ثم ذكر يتم »‌.

و في الرد:

«قوله: (وأن يقرأ منكوساً) بأن يقرأ في الثانية سورة أعلى مما قرأ في الأولى، لأن ترتيب السُّور في القراءة من واجبات التلاوة   قوله:ثم ذكر يتم) أفاد أن التنكيس أو الفصل بالقصيرة إنما يكره إذا كان عن قصد، فلو سهواً فلا  »‌(ردالمحتار:1/404. كذا في الطحطاوي علي مراقي الفلاح:ص374،البحر الرائق:2/94،

همدارنګه که دوهم رکعت له لومړي رکعت څخه اوږد شي مکروه دی .

واطالة الثانية علی الاولی مکره تنزيها (شرح التنوير ج ۱ ص ۵۶۶ ) .

و الله اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.