په لمانځه کې د سستۍ علاج څه دی ؟

السلام علیکم!

هیله کوم چې روغ او جوړ اوسئ
غواړم چې په لمانځه کې د سستي په اړه کومه غوره وظیفه یا نسخه راته وښايی، ولې چې په لمانځه کې پایبند نه یم کله ېې کوم او کله نه، خصوصا د سهار او ماخوستن په لمانځه کې ډیره سستي کوم
او له خپله دې عمله ډیر ناراحته یم
والسلام

م- خاورين

ځواب

بسم الرحمن الرحيم

۱- د لمانځه د ستر اهميت او هدارنګه د لمانځه د ترک او په هغه کې د سستۍ کولو د وعيدونو پيژندل .

د نومنې لپاره د سهار د لمانځه د پابندۍ فضيلت او ګټې دلته ولولئ

د سهار لمانځه د ترک وعيدونه دلته ولولئ :

۲- د لمانځه کمال په جماعت سره ادا کول دي او د جماعت لپاره ټاکل شوی وخت وي چې انسان سستۍ او ټمبلۍ ته نه پرېږدي بلکي پخپل وخت لمانځه ته ځان رسوي ، مګر که يوازې لمونځ وي نو سړی د اوس او وروسته او پسته کولو په خيال کې وي چې په همدې کې سستي او ټمبلي رامينځته کوي او لمونځ هم اکثراً آخر وخت ته ځي او بل ناقص هم وي او د جماعت فضيلت هم له لاسه ورکوي .

۳- دعا کول ، د الله تعالی باندې پناه غوښتل له سستۍ څخه .

اللهم إني أعوذ بك من الكسل(متفق عليه)

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.