ابن قيم رحمه الله پخپل کتاب (الوابل الصيب من الكلم الطيب) کې خلک په لمانځه کې په لاندې پينځو مرتبو ويشلې دي :
اول : هغه چې پر خپل ځان ظلم کوي په اوداسه ، د لمانځه په وختونو ، ارکانو او حدودو کې کمی راولي .
دوهم : هغه چې د لمانځه د وختونو ، حدودو او ارکانو ساتنه کوي مګر لمونځ بې خشوع او توجه د وسوسو او فکرونه سره ادا کوي .
دريم : هغه چې د لمانځه د وختونو ، حدودو او ارکانو ساتنه کوي او د وسواسو د دفع کولو لپاره کوښښ او مجاهده کوي چې دوښمن يې غواړي د لمانځه څخه غلا کړي مکر دی د هغه مخه نيسي پس دا کس لمونځ او جهاد کوي.
څلورم :هغه چې په صحي شان د لمانځه د ټولو حقوقو او ارکانو ساتنه کوي څنګه چې ښايي .
پنځم : هغه چې د لمانځه د ټولو حقوقو ساتنه کوي او زړه يې داسې الله تعالی ته متوجه او د هغه (جل جلاله ) په محبت او عظيمت کې مشغول وي لکه مشاهده يې چې کوي .
پس اول قسم ته عقاب ، دوهم قسم سره حساب ، دريم : د ګناهونو عفوه ، څورم قسم : اجر او ثواب ، پنځم : اعلی درجې او په لمانځه باندې د سترګو يخوالی.