په لاندى حالاتو كې دامانت تاوان وركول لازميږي

وديعت په لغت كې ترك او پريښودلو ته وايې يعنى دبل سره دساتنى پخاطر دشى ايښودلو ته وديعت وائې او په اصطلاح كې صريحاً او يا دلالتاً پخپل مال باندې دبل چا مسلطول د حفظ او ساتنى لپاره وديعت بلل كيږي  دوديعت ركن ايجاب اوقبول دى چى په عاقدينو كې يې عقل شرط دى او بلوغ ته اړتيا نه ليدل كېږي او ثبوت ئې په قران كريم او نبوى احاديثو سره شويدى : الله تعالىٰ  دامانت په اړوند فرمايې : امانتونه هغه چاته وسپارى چى څوك يې اهل وى او نبى كريم صلى الله عليه وسلم فرمايې : چاچې امين گڼلى يې هغه ته خپل امانت  وسپاره .

الف : دوديعت اړوند اصطلاحات :

مُودِع : ددال په زير امانت وركونكى ته وائى

مُودَع : ددال په زور باندى امانت اخستونكى ته وائې

ب : دوديعت مثال :احمد زيد ته وائې : داراديو واخله ماته يې وساته اويا داله تاسره امانت شوه دې عمل ته وديعت وائې ۰

دامانت اړوند مسائل

۱= مودَع دامانت په ساتلو داسې مكلف دى لكه څنگه چى خپل مال ساتى او په هغه چابه ئې ساتى چى دده په عيال كې شامل او په ده ئې نفقه لازمه وى لكه دده ښځه ، زوى او مزدوريې

۲= كله چى دمودِع او مودَع ترمنځ اختلاف راشى مودَع ووايې ستا امانت ماسره له منځه لاړ اويا ما دركړ حال داچى مودِع وايې نه داسى نه ده نو دمودَع خبره د باوروړده ځكه چى دى په ساتنه باندې امين گڼل شوى دى

۳=كله چى دوه تنه ديو چا سره امانت كيږدى او دواړه ولاړشي ، وروسته يو راشي او خپله برخه وغواړى ده ته به ترهغى چى بل ملگرى يې نه وى حاضر شوى خپله حصه نه وركول كيږي ۰

دامانت دتاوانيدو حالات:په لاندى حالاتو كې دامانت تاوان وركول لازميږي

۱= هغه څوك چى امانت ورسره ايښودل شوى  دامانت ساتل پريږدى

۲= كله چى مودَع دامانت دهغه چا سره كيږدى چى دده په عيال كى نه وى او يا ورباندى خپل مال عادتاً نه ساتى

۳=كله چى مودَع دامانت مال استعمال كړي او گټه ترينه واخلى

۴=كله چى مودَع امانت مال خپل مال سره گډكړى چى تميزيې نه كيږي يا ئې تميز كول گران وى

۵= مودِع خپل مال دمودَع نه وغوښته او مودَع دهغى په سپارلو قادرؤ و خو وريې نكړاوهلاك شو نو مودَع يې ضامن دى

۶= مودَع دمودِع دساتنى له شرايطوڅخه مخالفت وكړى يعنى دهغه دټاكلو شرايطولاندى يې ونه ساتى ۰

۷=مودَع بى له ضرورته وديعه بل چاته په وديعت وركړه اوله هغه نه تلف شوه نو لومړى مودع ضامن دى ( او كه مودَع مال دچاسره ايښى وى بنا پر كوم ضرورت لكه چى دمودَع په كوركى اورولگيږي اويا داسى كوم بل ضرورت : بيانو دمال دخاوند دپاره ضامن نه دى مگر دابه هم په شاهدانو ثابتوى )

امانت په لاندې حالاتوكې پاى مومي

۱=كله چى مودَع دامانت مال خپل خاوند ته وركړى

۲= كله چى يودعاقدينو څخه خپل ژوند يا اهليت له لاسه وركړى

۳= كله چى دامانت مال مالك بل څوك وگرځي ( يعنى ملكيت يې انتقال ومومى )

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.