په كټ باندې مونځ كول صحيح دي

په كټ باندې  مونځ كول صحيح دي

سوال : په كټ باندې  مونځ يواځې هغه وخت كښې صحيح كيږيچه كله كټ سخت اوكلك وي اوكه دسست والي په حالت كښې هم كيږي ؟

جواب: په كټ باندې  مونځ په هرحال كښې صحيح دىپه كټ باندې  مونځ روا دى اوكټ د تخت پشان دى ،ځكه چه كله زنګنونه اول په كټ باندې كيښودل شي نودمخې نه به دسجدې ځاى راښكلى شي او سخت به شي نودتخت په شان به شي بيابه په سجده كښې هيڅ تكليف نه وي ،اوپه كټ باندې د مونځ كولو عادت په دې سبب هم نشته چه دكټونو اعتبار نه وي زياتره ناپاكه وي ،خو هركله چه پاك وي نوبياهيڅ تكليف پكې نشته دى(1) .

(1)  لوسجد على الحشيش اوالتبن الخ ان استقرجبهته وانفه ويجد حجمه يجوز (عالمګيري كشوري  ج۱ ص ۲۹ ) اما شرائط اركان الصلوة فمنها الطهارة بنوعيها من الحقيقية والحكمية والطهارة الحقيقية هى طهارة الثوب والبدن ومكان الصلوة عن النجاسة الحقيقية ( بدائع الصنائع الاركان  ج۱  ص ۱۱۴ ) .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.