اسلام علیکم ګرانو زما یوه پوښتنه ده او د ځواب په هیله ګرانو که چیری یو کس خپلی ښځی ته ووایي که ته زما د اجازی نه بغیر چیرته لاړی نو قسم ده که بیا زما کور ته راشې او ددې کس هغه وخت د طلاق نیت نه وي او یا وي او یا ورسته راشی نو طلاق کیږی او يا یوازی قسم؟
محمد زبير
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د څلورو واړو مذاهبو په اتفاق سره د قسم معلق طلاق ( په کوم کار او شرط پورې تړلی ) طلاق واقع کيږي دليل يې د بخاري دا حديث دی : عن ابن عمر قال: «طلق رجل امرأته البتة إن خرجت» فقال ابن عمر: إن خرجت فقد بانت منه، وإن لم تخرج فليس بشيء.
جاء في فقه الاسلامي وادله :
فقال أئمة المذاهب الأربعة: يقع الطلاق المعلق متى وجد المعلق عليه، سواء أكان فعلاً لأحد الزوجين، أم كان أمراً سماوياً، وسواء أكان التعليق قسمياً: وهو الحث على فعل شيء أو تركه أو تأكيد الخبر، أم شرطياً يقصد به حصول الجزاء عند حصول الشرط.
ما أخرجه البخاري عن ابن عمر قال: «طلق رجل امرأته البتة إن خرجت» فقال ابن عمر: إن خرجت فقد بانت منه، وإن لم تخرج فليس بشيء.
بقوله صلّى الله عليه وسلم : «المسلمون عند شروطهم»
فتح القدير: 150/3 ومابعدها، الدر المختار: 715/2-723
مګر د امام ابن تيميه او ابن قيم قول دا دی چې که نيت يې قسم وي طلاق نه واقع کيږي د قسم کفاره به ادا کوي او که نيت يې طلاق وي طلاق واقع کيږي .
خلاصه :
د جمهورو فقهاؤ د قوله د مخې طلاق بائن واقع شوی دی تجديد نکاح ته ضرورت دی له سره به نکاح کوئ بغير له نکاح څخه يو ځای والی او ژوند کول حرام دي .
مګر که په طلاق کې شک لرې چې نيت مې د طلاق وو او که نه ؟ يا هسي د قهر او غوصي اظهار وو نو بيا په شک کولو طلاق نه ثابتيږي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم