په قراءت اوتكبيركې داوچت او ورو اواز اندازه

په قراءت اوتكبيركې داوچت او ورو اواز اندازه 

سوال (۳۱۷) په  مونځ وركولو كښې دامام قراءت ويل اوځيني تكبيرونه  په دومره اوچت اواز سره ويلچه دجومات نه بهردسړك پورې واوريدل شي ،او بعضې  تكبيرات دومره ورو ويلچه دويم ،دريم صف والا يي هم وريدلىنه شي ،مثلا د ركوع تكبير په ټيټ اوازسره اودقومې تكبيرپه ډيرلوړ اواز سره اودسجدو تكبيرپه ورو اودجلسي تكبيرپه اوچت اواز،داسې كول سنت دي اوكه بدعت اوكه نورڅه دي ؟ آياپه دې ډولچه يوتكبير اوچت اوبل تكبيرورو  په اوله پيړۍ كښې چا كړى دى ،كه نوي اختراع ده ،بينوا تؤجروا ؟ 

جواب: امام لپاره دقراءت اوتكبيرونو په زوره ويلو كښې منځنۍ طريقه غوره كول پكاردي،اود ضرورت  په اندازه اواز اوچتول پكاردي،اودا توپيردتكبيرونو په منځ كښېچه  بعضې  په ډي اوچت اواز سره ويل اوپه ځينو كښې د ضرورت   اندازي نه هم كمى كول ناوړه اوبي اصله دى په شريعت كښې ددې هيڅ اساس نشته (1)،يواځې په سلام ګرځولوكې فقهاؤ داليكلي ديچه دويم سلام دي له اول سلام نه لږ په ټيټ اواز سره وايي (كما فى الدرالمختار وسن جعل الثاني اخفض من الاول الخ ) نو بغير له دې نه دبل كوم ځاى په لوړوالې كښې د درجو توپيرنشته دى (2). 

(1)  ويجهر الامام وجوبا بحسب الجماعة فان زاد عليه اساء (درمختار) وفى الزاهدي عن ابي جعفر لو زاد على الحاجة  فهو افضل الا اذا اجهد نفسه او اذى غيره قهستاني ( ردالمحتار فصل فى القراءة ج ۱ ص ۴۹۷ ) وجهرالامام بالتكبيربقدر حاجته لاعلام بالدخول والانتقال وكذا بالتسميع والسلام واما الموتم والمنفرد فيسمع نفسه (درمختار قوله بقدرحاجته اللاعلام الخ وان زاد كره قلت هذا اذا يفحش الخ والزائد على قدرالحاجة كماهو مكروه للامام يكره للمبلغ (ردالمحتار،باب صفة الصلوة مطلب فى التبليغ خلف الامام  ج۱  ص ۴۴۳ ) . 

(2)  الدرالمختار،على هامش ردالمحتار،باب صفة الصلوة ج ۱ ص ۴۹۱ ).

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.