په قرآن کریم کې د اوبو ۲۳ ډولونه ذکر شوي، چې هر یو یې ځانګړې بڼه لري:
مغیضه اوبه: هغه اوبه چې ځمکې ته ننوځي او پټې شي.
(وَغِيضَ الْمَاءُ وَقُضِيَ الْأَمْرُ) – هود: ۴۴
صديد اوبه: د دوزخیانو څښاک.
(وَيُسْقَىٰ مِن مَّاءٍ صَدِيدٍ) – ابراهیم: ۱۶
مهل اوبه: د ویلې شوو فلزاتو یا تودو غوړیو په څېر.
(وَإِن يَسْتَغِيثُوا يُغَاثُوا بِمَاءٍ كَالْمُهْلِ) – کهف: ۲۹
د ځمکې اوبه: هغه اوبه چې له پیدایښت سره پیدا شوې دي.
(وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ فَأَسْكَنَّاهُ فِي الْأَرْضِ) – مؤمنون: ۱۸
طهور اوبه: پاکې اوبه.
(وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً طَهُورًا) – فرقان: ۴۸
د څښلو اوبه: د انساني اړتیا لپاره.
(هُوَ الَّذِي أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لَّكُم مِّنْهُ شَرَابٌ) – نحل: ۱۰
اجاج اوبه: ډېرې تروې اوبو ته ویل کېږي.
(وَهَٰذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ) – فاطر: ۱۲
مهين اوبه: د سړي نطفه، چې کمزورې ده.
(أَلَمْ نَخْلُقكُّم مِّن مَّاءٍ مَّهِينٍ) – مرسلات: ۲۰
غير آسن اوبه: تازه، بېبویي اوبه.
(فِيهَا أَنْهَارٌ مِّن مَّاءٍ غَيْرِ آسِنٍ) – محمد: ۱۵
حميم اوبه: سختې ګرمې اوبه.
(وَسُقُوا مَاءً حَمِيمًا فَقَطَّعَ أَمْعَاءَهُمْ) – محمد: ۱۵
مبارک اوبه: هغه اوبه چې برکت لري او نباتات ترې زرغونېږي.
(وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُّبَارَكًا) – ق: ۹
منهمر اوبه: دوامدار باران چې هر څه خراب کړي.
(فَفَتَحْنَا أَبْوَابَ السَّمَاءِ بِمَاءٍ مُّنْهَمِرٍ) – قمر: ۱۱
مسکوب اوبه: آراموونکې اوبه.
(وَظِلٍّ مَّمْدُودٍ * وَمَاءٍ مَّسْكُوبٍ) – واقعه: ۳۰-۳۱
غور اوبه: هغه اوبه چې په ځمکه ننوځي او ورکې شي.
(أَوْ يُصْبِحَ مَاؤُهَا غَوْرًا) – کهف: ۴۱
معين اوبه: چې هر څوک یې وڅښلی شي.
(فَمَن يَأْتِيكُم بِمَاءٍ مَّعِينٍ) – ملک: ۳۰
غدق اوبه: ډېرې اوبه.
(وَلَوِ اسْتَقَامُوا عَلَى الطَّرِيقَةِ لَأَسْقَيْنَاهُم مَّاءً غَدَقًا) – جن: ۱۶
فرات اوبه: ډېرې خوږې اوبه.
(وَأَسْقَيْنَاكُم مَاءً فُرَاتًا) – مرسلات: ۲۷
ثجاج اوبه: د باران، سیلاب اوبو ته ویل کېږي.
(وَأَنزَلْنَا مِنَ الْمُعْصِرَاتِ مَاءً ثَجَّاجًا) – نبأ: ۱۴
دافق اوبه: د سړي د منۍ اوبه.
(خُلِقَ مِن مَّاءٍ دَافِقٍ) – طارق: ۶
د مدین اوبه:
(وَلَمَّا وَرَدَ مَاءَ مَدْيَنَ) – قصص: ۲۳
سراب اوبه: چمڅېرې اوبه چې سترګې خطا باسي.
(وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ) – نور: ۳۹
د یُنبُوع اوبه: د چینو اوبو ته ویل کېږي.
(أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَلَكَهُ يَنَابِيعَ فِي الْأَرْضِ) – زمر: ۲۱
سلسبيل اوبه: د جنت خورا خوږې اوبه.
(عَيْنًا فِيهَا تُسَمَّىٰ سَلْسَبِيلًا) – انسان: ۱۸