په قرآنکريم باندې قسم کول څه حکم لري ؟

سلام علیکم ورحماته لله و برکاته محترمه  خدای پاک ج؛ دی وکړي  چی جوړ او روغ او خوشحاله اوسی زه  یو پوښتنه لرم هیله دی جواب یی راکړی…………پوښتنه: ایا كه يو څوك يو غلت كار وكړي او بيا  : روسته  په قرآن كريم، باندى قسم وکړی يعني  په قرآن كريم  باندى لاس كيدي او دی ځان سره  دا ووايي چی  : خدای پاک ج، كه چيری  بيا دوباره دا غلت كار زما څخه وشو نوخدای پاک ج، ته ما غرق  كړي :   دا شخص كافر شو او كه خدای پاک ج،  دا شخص غرق كوي :او څه بايد وكړي چی خدای پاک ج،  دا شخص بيرته ماف كړي . …دی قرآن او دی حديثو په رنا كي جواب راكړی

سمسور

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : کله چې د مؤمن څخه غلط کار وشي هغه به فوراً توبه باسي او د الله تعالی څخه به معافې غواړي ، قسم کولو او په قرآن باندې لاس ايښودلو ته ضرورت نشته ، د توبې شرايط او احکام دلته وګورئ

دوهم : په قرآن باندې قسم اخيستل د متأخرينو فقهاؤ په نزد د قسم حکم لري ، سړی حانث بلل کيږي د قسم کفاره به ادا کوي .

قال  في  الدر المختار:

«قال الكمال : ولا يخفى أن الحلف بالقرآن الآن متعارف فيكون يميناً… وقال العيني : وعندي أن المصحف يمين لا سيَّما في زماننا. وعند الثلاثة المصحف والقرآن وكلام الله يمين »‌.

و  في  رد  المحتار:

‌«ونقل في «الهندية» عن المُضْمرات: وقد قيل هذا(اي قول صاحب الهنديةو كذا اذا حلف بالقرآن لانه غير متعارف) في زمانهم، أما في زماننا فيمين، وبه نأخذ ونأمر ونعتقد. وقال محمد بن مقاتل الرازي : إنه يمين، وبه أخذ جمهور مشايخنا اه. فهذا مؤيد لكونه صفة تعورف الحلف بها كعزّة الله وجلاله».(رد المحتار:3/56)

همدارنګه الشبکة الاسلامية ليکي :
فالحلف بالقرآن الكريم يمين منعقدة عند جمهور العلماء، لأن القرآن كلام الله، فالحلف به حلف بصفة من صفات الله عز وجل. (شبکة اسلامية ۹۱۸۱ رقم ).

د قسم کفاره :

 ۱- د لسوتنو مسکينانو دوه وخته مړول .

۲- د لسو تنو مسکينانو په جامه پټول .

که ددی وس يې نه وي نو دری ورځې به پرله پسی روژه ونيسي .

دريم : نه کافر کيږي او نه يې الله تعالی غرقوي بلکي ګناهکار بنده د الله تعالی پيغام دي :

يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر 53 )

ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .

که توبه او رجوع يې و نه کړه نو بيا هغه د الله تعالی خوښه ده چې بخښي او که نه ، او څه ډول سزا ورکوي ؟

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.