په غصه کې يي ښځې ته وويل چې ته زما مور يي کله چې ورنه پوښتنه وشوه ويي ويل چې دهيڅ شي نيت مې هم نه وو ؟
پوښتنه : ( ٩٢٦) زيد خپلې ښځې ته دغليظ اوغصې په حالت کې داسې وويل چې ته زمامور يي له زيد څخه پوښتنه وشوه چې ستا څه نيت وو نوهغه داځواب ورکړ چې په غصه کې مې ويلې وو اوهيڅ شي نيت هم نه وو په دې صورت کې طلاق يا ظهار کوم يو وشو اوکه نه ؟
ځواب : په دې صورت کې طلاق واقع نه دى اونه ظهار وشو مکر بياداسې ويل نه ښايي ځکه چې مکر وه دى په درمختار کې دي ( والاينو شيئا اوحذف الکاف لغا درمختار ويکره قوله انت امې الخ ) (1)