سلامونه مینه ادب او احترامات می قبول کړه خدای دی وکړی چی د صحت جامی مو په تن وی وثیق الله وصال یم د کونړ ولایت څخه پوښتنه می دا ده چی په غصب شوی ځمکه لمونځ کیږی او که نه او اوس د افغانستان خاوره غصب ده او که نه ؟او بله پوښتنه می دا ده چی زه د افغانستان په ملی پولیسو کی وظیفه لرم زمونږ دغه د معاش روپی حلالی دی او که حرامی؟زیات مولایان وایی چی دغه دکافرو روپی دی حرامی دی نه پوهیږم که تاسو راته پری وضاحت وکړی دمهربانی نه به مو کمه نه وی
په احترام ستاسو ناتوانه ورور وثیق الله وصال د کونړ څخه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول :
د جمهورو ( الحنفيه ، ماليکه او شافعيه ) په نزد په غصب شوي ځمکه لمونځ کول مکروه دي مګر د امام احمد په نزد حرام دي همدارنګه په حرامو مال باندې جوړ شوي جومات کې لمونځ کول مکروه دي
(فقه الاسلامي وادله –الأماكن التي تكره الصلاة فيها)
غصب : د چا ملکيت په زور ، ناحقه او بې اجازې اخيستل او هغه پخپله قبضه کې راوستلو ته غصب وايي .
مګر د کفارو لخوا چې اسلامي هيواد لاندې شي پر مسلمانانو جهاد فرض دی او دا ځمکه د پورته غصب شوي ځمکې حکم نه لري د لمانځه صحت هيڅ نقصان نه رسوي بلکي په داسې هيواد کې مسلمانان د جمعې او اخترونو لمونځونه هم کوي .
بلاد عليها ولاة کفار يجوز للمسلمين اقامة الجمع ولاعياد فيها (درالمحتار – باب جمع ۱۳۷/۲ ط سعيد ) .
فلوا لولاة کفاراً يجوز للمسلمين اقامة الجمعة ويصير القاضي قاضياً يتراضی المسلمين ويجب عليهم ان يلتمسواوالياً معلماً (درالمختار – باب جمعه ۱۲۴/۲ ط سعيد ) .
دوهم :
محلي پوليس او اربکيزم د اسلام او مسلمانانو پر ضد د کفارو سخته خطرناکه دسيسه ده .
د نصرانيت د پخواني کشيش “زويمر” نظريه ده چې وايي :[ونه بايد د خپل ښاخ په وسيله پرې شي] تر اوسه پورې د غرب پر ذهنيت حاکمه ده . په افغانستان کې د اشغالګرو پخواني قوماندان جنرال جان الن د امريکا کانګريس ته وويل : د تاريخ په اوږدو کې کم ليدل کيږي چې ياغيانو دې د خارجي قوت په مقابل کې ماتې خوړلې وي بلکي ياغيانو هميشه د سميزو قواوو په وسيله له ماتې سره مخ شوی دي په دې معنی چې د افغانانو جهاد او مقاومت بغير د سميزو لاسونو او د د هغوی د خپلو ځامنو په وسيله په شا کيدای شي يعنې مقاومت هيڅکله په استعماري قوت نه ماتيږي بلکي په محلي قوت سره ماتيږي چې دې ته د اجيرانو په وسيله د جنګ سياست ويلای شو کوم چې هدف يې د مزدورانو وده ،روزنه او مراقبت هغه ښاخ دی چې د هغه په وسيله بايد ونه پرې شي .
نو څرګنده شوه چې اربکيزم د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د کفارو يوه خطرناکه وسيله او آله ده دا عمل حرام اشد موالات او ګټلی مال یې خبيث دی .
و الله سبحانه وتعالی اعلم