په غسل کې د کوڅيو خلاصول

ډیرډیرسلامونه او نیکي هیلي تاسو ټولوکارکونکوته وړندي کوم هیله ده چي جوړاوروغ به یاست.
زما یوپوښتنه وه هغه داسي ده چی یوزنانه کولایی شي چي په غسل کي خپل چوټي خلاص نکړي یعني دوریښتانو وبیخو ته خو اوبه ورورسوي نور چوټي خلاص نکړي نود چوټي خلاصول ضروري دي که نه ؟

محمد سليم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که ښځې خپل ويښتان کوڅۍ کړي وي نو د غسل په وخت کې د کوڅيو خلاصولو ته ضرورت نشته د ويښتانو پېخونو ته به اوبه رسوي ، پر سر به اوبه اڅوي او په لاسونو به سر ښه موښې تر څو په ښه شان د ويښتانو بېخونو ته اوبه ورسيږي .

هدايه ليکي : و ليس علی المرأة ان تنقض ضفائرها فی الغسل اذا بلغ الماء اصول الشعر ( هدايه ج ۱ ص ۳۷ ) .

د غسل کولو سنته طريقه دلته وګورئ

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *