په غسل کې د ښځې د ويښتانو مينځل

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
تاسو محترمینو ته نیکی هلی او ښه ژوند غواړم ، زه یوه پوښتنه لرم :
دښڅو د غسل کولو طریقه او خصوصآ دجنابت غسل په کولو کی دکوځی(یاویشتان ) په درلودلو یانه درلودلو سره دسره مسحه کول دی که مینځل هیله ده سی پوره معلو مات را کړی چی ډیر اړین ده.
مننه صمیم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په غسل کې د سر مسح کول نشته ځکه په غسل کې د سر او ټول بدن مينځل فرض دي .

که ښځې خپل ويښتان کوڅۍ کړي وي نو د غسل په وخت کې د کوڅيو خلاصولو ته ضرورت نشته د ويښتانو پېخونو ته به اوبه رسوي ، پر سر به اوبه اڅوي او په لاسونو به سر ښه موښې تر څو په ښه شان د ويښتانو بېخونو ته اوبه ورسيږي .

هدايه ليکي : و ليس علی المرأة ان تنقض ضفائرها فی الغسل اذا بلغ الماء اصول الشعر ( هدايه ج ۱ ص ۳۷ ) .

د غسل کولو سنته طريقه دلته وګورئ

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *