په غرب کې د جنينو د تباهۍ حيرانونکی راپور

په غرب کې د جنين د سقوط يا له مينځه وړلو فجايع د دولت په خوښه او رضا د دستګاوو په وسيله د اطفالو د بدن ټوټې کول او بيا هغه په د اور په کرو کې سوزول او دفن کول ډير د حيرانی وړ دي چې د انسان حواسو ته ټکان ورکوي .

د دغه وحشت او بربريت يوه نمونه د ديموکراسۍ او حقوق بشر د علمبردارو په اصلی مينه کې تر څيړنې لاندې نيسو :

انګلستان :

د دوو انګليسی څيړونکو په نوم د ( ليچ فيلد او کنيش ) د راپور له مخې په انګلستان کې هر کال په زرهاؤ اطفال د دستګا په وسيله غورځول کيږي او د اور په کرو کې سوزول کيږي .

د دغه دوو څيړونکو د راپور له مخې دا عمل د ډيرو ډاکترانو يو سترعائد او درامد بلل کيږي .

ددې راپور يو ټکان ورکونکي او حيرانونکي برخه دا ده چې پروفسور کريس بګلي چې د پوهنتون استاذ دی د جنينو د سقط يا غورځولو په اړه دغو څيړونکو يا تحليل کونکو ته داسې وايي :

زه لوی لوی جنين هم له مينځه وړم کله چې له هغه څخه استفاده کوم د شرم وړ ده بلاخره هغه د اور کرې ته غورځوم . زه حتې د اوو مياشتو اطفال هم لرې کوم کوم چې صورت يې پوره شوی وي او زيات وخت ژوندې وي .

يوه ورځ مې سهار څلور جنين لرې کړل دا جنين مې يو ځای غوځولي وو چې يو پر بل سريښ او نښتې وو په لوړ آواز يې ژړا کوله . زه هغه وخت بې کاره نه وم او بل چا چې د خلکو ګڼه ګوڼه ؤ چې هغه کرې ته وغوځوم او بل دا چې دغو جنينو زيات مقدار حيواني چربي يا غوړ لرل چې غوښتل مې د هغه څخه په تجارتي ټوګه استفاده وکړم .

امريکا :

په امريکا کې هم يو څيړونکی چې مخکې خپله د جنينو د سقط طرفدار ؤ خو وروسته د علمي دلايلو په وسليه د دغو مظلومو اطفالو قتل عام ته متوجه شو او ورسته يې د دغه وحشانه عمل پر وړاندې خپله مبارزه پيل کړه .

هغه په يوه څيړنه کې د دغه بې دليل قتل عام د اثبات د پاره يوه دستګاه د ښځې د بدن سره وصل کړه چې په واقعي شکل يې د ۱۲ هفتو جنين له مينځه وړلو او له هغه څخه يې يو فيلم په نوم د (پټ فرياد ) برابر کړ . دا فيلم ډير تأثير لرونکی ؤ په هغه کې ليدل کيږي چې کله دستګاه د مور په رحم کې په جنين حمله کوي جنين له هغه څخه په مظلومانه ټوکه يوې او بلې خوا ته فرار او منډې وهي . تر هغه چې د هغوی ټول بدن ټوټې ټوټې شي .

دا فيلم د حقوق بشر د علمبدارو وحشت په ډاکه کوي چې له هغه څخه انکار نشي کيدای .

په امريکا کې د جنين د قتل عام د وضعيت په اړه امريکايي عالم جرج ګرانت داسې وايي : دغه عالم د امريکا رسنې په اخلاقي ماتې متهم کړي او ويې ويل : هغه جنين چې د رحم څخه سالم او جوړ لرې کيږي هغه په لابراتوار کې ساتل کيږي او په هغه باندې ډير وحشانه آموينې تر سره کيږي او همدارنګه په آزاد بازار کې د آرايش د وسايلو نه نيولی تر درملو پورې يې پلورل او پيرودل روان دي او زمونږ رسنی ځان ته دومره زحمت هم نه ورکوي چې هغه نشر کړي .

د تازه څيړنو له مخې هر کال په امريکا کې د 1.6 ميليونو نه زِيات جنين غورځول کيږي .

نن ورځ په غربي نړې کې که څه هم د حقوق بشر او د ښځو حقوقو درواغجنې دعوې يې ډيرې تودې دي او که څه هم په ټولو آسماني ادیانو کې د جنينو غورځول حرام او منع دی خو بيا هم د دغه مظلومو دا ډول قتل عام روان دی .

او ديموکراسۍ تر قانون لاندې هر ښځه دا حق لري خپل طفل ولو که حمل ته يې يوه ورځ ياتې هم وي لرې کړي او هغه په مظلومانه توګه قتل کړي .

سروي ښیی چې دا د جاهليت زماني قتل عام هر ورځ ۲۷۰ ځله په کاناډا کې ۴۲۰۰ ځله په امريکا کې او ۱۵۰۰۰۰ ځله په ټوله نړی کې تر سره کيږي .

دا ؤ د غربي نړی د وحشت او بربريت يو لنډ راپور .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.