په غائبانه توګه د جنازې لمونځ جايز دی او که نه ؟

ایا په د مړی په غیاب کی د جنازی لمونځ کیږی ؟
مطیع الله رحیمی
——————————
سلامون او نیکی هیلی می ومنی .
زما پوښتنه د جنازی د غیابت د لمانځه په هکله ده،آیا که د یوه کس د جنازی لمونځ په یوه سیمه کی او خپله جسد یی په بله سیمه کی وی د جنازی لمونځ ورته څنګه ده؟
هیله ده راته مفصل ځواب راکړی.
زما دوه نوری پوښتنی چی دهمدی مخ ۵۹ او ۶۱مه پوښتنی دی تر اوسه بی ځوابه پاته دی هیله ده چی د ځواب په باره کی یی بیا کتنه وکړی.
له تاسو نړی مننه.
نجيب الله
 ځواب : چي جنازه حاضره نه وي غائبانه جنازه نه ده صحيح دا زموږ او د امام مالک(رح) مذهب دی او دا معمول
د نبي علیه السلام دی چي په نجاشی پاچا يي غائبانه جنازه کړې وه.
ابن عباس(رض) فرمايي: چي د مخ څخه بې حجاب پورته سوی وو [ابن حبان، ابوعوانه] نو دا جنازه ګویا حاضره وه.
او يا د ده خصوصيت وو چي پر پيغمبر علیه السلام باندي يې غائبانه ايمان راوړی وو او پيغمبر علیه السلام  غائبانه جنازه کړې وه
____________________________
د احنافو په نزد په عائبانه توګه د جنازې لمونځ نه صحي کيږي ځکه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم چې د نجاشي د جنازې لمونځ په غائبانه توګه کړی دی هغه خاص د نجاشي په حق کې دی .
فلا تصح علی الغائب ……… وصلاة لنبی صلی الله عليه وسلم علی النجاشي لغوية او خصوصية الخ ( درالمختار باب صلاة الجنازة 2/209 – کفايت المفتی 4/73 او فتاوی دارالعلوم ديوبند 5/208 ) .
او که څوک بغير له جنازې حښ شوی وي نو تر دريو ورځو د هغه په قبر باندې د جنازې لمونځ کول جايز دي ځکه چې دلته قبر د جنازې قايم مقام دی او رسول الله صلی الله عليه وسلم په قبر باندې د جنازې لمونځ ادا کړی دی .
ولو دفن الميت قبل الصلاة او قبل الغسل فانه يصلی علی قبره الی ثلاثة ايام (هنديه باب جنائز 1/ 165 ) .
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.