د ريا تعريف : د ريا حاصل دا دی چې د يو عمل څخه د خلکو په نظر کې د خپل ځان د لويوالی د لاسته راوړلو لپاره يو ذريغه جوړه کړي (تحفة العلماء ج ۲ ص ۱۶۰ ) .
يا په بل عبارت خلکو ته خپل نيک اعمال ښکاره کوي تر څو دی د خلکو په زړه کې محبوب او عابد جوړ شي او خلک ده ته عابد او ښه سړی ووايي او د ده صفت وکړي .
د رياکارۍ ځنې نښی :
۱- منافق او دوه مخئ وي .
۲- د خلکو په مخ کې به په ډيره توجه او عاجزۍ عبادت کوي .خو په تنهايئ کې به بيا په بل حال وي .
۳- دا خوښوي چې خلک دی په ټولو کارونو کې وستايي .
۴- کله يې چې خلک کارونه ستايي نو د هغه په اضافه کولو کې کوښښ کوي خو که مدح او صفت يې ونشي هغه عمل کموي او يې بالکل پرېږدي .
۵- اهل د چل ، فريب او دوکې ورکولو وي .
۶- پر نورو منت بار وي .
۷- کوښښ کوي خپل نيک اعمال د خلکو په مخ کې تر سره کړي .
۸- سترګې يې نورو ته نيولې وي د مخلوق طمع کوي او په خدای (جل جلاله) توکل نه کوي .
۹- ظاهراً الله تعالی يادوي خو په زړه کې د الله تعالی ډير کم ذکر کوي .
۱۰- ځان غوښتونکی او کبرجن وي .
د ريا بدوالی په قرآن او حديثو کې :
الله سبحانه وتعالی فرمايي :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُبْطِلُواْ صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالأذَى كَالَّذِي يُنفِقُ مَالَهُ رِئَاء النَّاسِ] (البقره:۲۶۴).
ژباړه:ای مؤمنانو ! خپل خيرات په منت کولو او آزار رسولو سره مه باطلوئ لکه هغه چا غوندې چې خپله شتمني د خلکو د ښودنې لپاره لګوي.
او فرمايي :[يُرَآؤُونَ النَّاسَ وَلاَ يَذْكُرُونَ اللّهَ إِلاَّ قَلِيلاً] (النساء :۱۴۲).
ژباړه: دوی د خلکو پر وړاندې ځان ښوودنه کوي او الله نه يادوي خو ډير لږ .
ابن عباس رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «من سمع سمع الله به. ومن راءى راءى الله به» (المسلم :۲۹۸۶) .
ژباړه: کوم کس چه څه عمل د شهرت د پاره کوي الله تعالی به هغه د قيامت په ورځ په رسوائی سره مشهور کړي او څوک چه د رياکارۍ او ښودنې د پاره عمل کوي الله تعالی به هم هغه ته د رياکارانو په شان بدله ورکړي .
ابی هريرة رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«قال الله تبارك وتعالى: أنا أغنى الشركاء عن الشرك. من عمل عملا أشرك فيه معي غيري، تركته وشركه» (المسلم :۲۹۸۵).
ژباړه: الله تعالی فرمايي : چه زه د شرک کونکی د شرک نه بې نيازه يم ،کوم څوک چه داسې عمل وکړي چه په هغې کې زما نه بغير بل څوک را سره شريک کړي ،نو زه به هغه او دهغه شريک دواړه سره پريږدم .
هغه څه چې ريا نه ده :
عن ابی ذر رضی الله عنه، قيل لرسول الله صلى الله عليه وسلم:« أرأيت الرجل يعمل العمل من الخير، ويحمده الناس عليه؟ قال “تلك عاجل بشرى المؤمن» (المسلم :۲۶۴۲).
ژباړه: د ابې ذر نه روايت دی چه له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه وشوه چه د هغه سړي په باره کې ستا نظر څه دی ؟ چې څه نيک کار وکړي او خلک د هغه صفت شروع کړي ،نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل : دا د مؤمن د پاره عاجل انعام او زيرې دی .
يعنی په دې سره د هغه د آخرت اجر نه کميږي ځکه چه د ده نيت دا نه وو چې خلک د ده صفت وکړي ، علماؤ دا بيان هم کړی دی چه که کوم د صلاحيت يا مال واله کس ددې د پاره څه عمل وکړي چې خپل ماتحت کسان يې هغه ښه عمل ته تشويق او ترغيب شي نو دا هم ريا نه ده .
ريا سخته خطرناکه ده خو د رسول الله صلی الله عليه وسلم لارښونه په نظر کې ونيسئ:
ريا سخته خطرناکه ده او شرک شميرل کيږي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :« الشرك فيكم أخفى من دبيب النمل على الصفا ألا أدلك على شيء إذا فعلته أذهب الله عنك صغار ذلك وكباره؟ تقول : « اللهم إني أعوذ بك أن أشرك بك وأنا أعلم وأستغفرك لما لا أعلم » (صحيح الجامع ۲۸۷۶).
ژباړه: په تاسې کې شرک په يوه ډبره باندې د مږې د پښو آواز نه هم پټ دی ،آیا تاسې ته د داسې شي لارښوونه ونه کړم چه که هغه عملي کړئ الله تعالی به تاسې د کوچنی او لويې ريا نه لرې وساتي ؟ دا دعا به وايئ : «اللهم إني أعوذ بك أن أشرك بك وأنا أعلم وأستغفرك لما لا أعلم»
يعنى: ای الله ! زه پر تا پنا غواړمه له دې نه چې ستا سره څوک شريک کړم او حال دا چې زه ور باندې پوه وم او ستا نه بخښنه غواړم په هغه چې زه ورباندې نه پوهيږم .
پس مونږ بايد هره ورځ دا دعا ووايو [اللهم إني أعوذ بك أن أشرك بك وأنا أعلم وأستغفرك لما لا أعلم] تر څو الله تعالی مونږ ته له ريا څخه نجات راکړي .
…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..
د دعوت نیوز.کام رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. جزاکم الله خیراً
د دعوت نیوز) بانکي پتهDN Bank AC # 00105100585219:)
د واټس آپ WhatsApp: +93747162162 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat News.com Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DN Bank AC # 00105100585219
WhatsApp: +93747162162
…………………………………………………………………………………………………………
که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛
https://dawatnews.com/submit-article/
شرعي پوښتنه:
که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.
*دعوت نیوز.کام (بااعتبارترین مرجع نشر و اشاعت قرآن و حدیث در سراسر جهان) ⏬
🌐www.dawatnews.com✅
…………………………………………………………………………………………………………
لاتنسونا عن صالح دعائکم
اخوکم في الله ابوأحمد