په طلاق کې شک کول

په طلاق کې شک کول :

کچيرې څوک په طلاق کې شک وکړي چې آيا ښځې ته مې طلاق ورکړی که نه ، نو په دې سره طلاق نه واقع کيږي ځکه نکاح په يقين سره ثابته ده او طلاق د شک په کولو سره رديږي[1] .

کچيرې څوک د طلاق په صفت کې شک وکړي داسې چې ما رجعي طلاق ورکړی او که بائن نو حکم په رجعي طلاق باندې کيږي[2] .

کچيرې څوک د طلاق په شمير کې شک وکړي نو په اقل او لږ باندي حکم کيږي .

مثلاً څوک د طلاقو په شمير کې داسې شک وکړي چې ما به يو يا دوه او يا دری طلاقه ورکړی وي نو د جمهورو فقهاؤ په نزد په يو طلاق باندې حکم کيږي په هغه صورت کې چې دی پوره يقين ونه لري [3].

او کچيرې څوک په هغه شرط کې شک وکړي په کوم شرط پورې چې طلاق تړلی وي ، مثلاً : کچرې داسې کار وکړې نو ته طلاقه يې او يا ته طلاقه يې که په فلانۍ ورځ دا کار وکړې او هغه ورځ تيره شي او دی په هغه کار کې شک من شي نو طلاق نه واقع کيږي ځکه چې نکاح په یقين باندې ولاړه ده[4] .

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – أَنْ يَكُونَ الشَّكُّ فِي وُقُوعِ أَصْلِ التَّطْلِيقِ ، أَيْ شَكَّ هَلْ طَلَّقَهَا أَمْ لا ؟ فَلا يَقَعُ الطَّلاقُ فِي هَذِهِ الْحَالَةِ بِإِجْمَاعِ الأُمَّةِ ، وَاسْتَدَلُّوا لِذَلِكَ بِأَنَّ النِّكَاحَ ثَابِتٌ بِيَقِينٍ فَلا يَزُولُ بِالشَّكِّ (4) لِقَوْلِهِ تَعَالَى : { وَلا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ } (الموسوعة الفقهية :۲۶/۱۹۹ ).

[2] – أَنْ يَقَعَ الشَّكُّ فِي صِفَةِ الطَّلاقِ كَأَنْ يَتَرَدَّدَ مَثَلا فِي كَوْنِهَا بَائِنَةً أَوْ رَجْعِيَّةً ، وَفِي هَذِهِ الْحَالَةِ يُحْكَمُ بِالرَّجْعِيَّةِ لأَنَّهَا أَضْعَفُ الطَّلاقَيْنِ فَكَانَ مُتَيَقِّنًا بِهَا (الموسوعة الفقهية :۲۶/۲۰۰ ، بدائع الصنائع :۳/۱۲۶ ).

[3] – فقه الاسلامي وادلته ، الموسوعة الفقهية :۲۶/۲۰۰ و بدائع الصنائع :۳/۱۲۶ .

[4] – وإن شك في وجود الشرط الذي علق عليه الطلاق، مثل: أنت طالق إن فعلت كذا، أو أنت طالق إن لم أفعل كذا اليوم، فمضى اليوم وشك في فعله، لم تطلق؛ لأن النكاح ثابت بيقين، فلا يزول بالشك (فقه الاسلامي وادلته – الشک في الطلاق).

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.