په سپي او پشی لاس کشول ، او د پشۍ په کور کې ساتل

السلام علیکم ورحمت الله وبرکته؛

گرانو محترمو الله.ج.مو په دین دنیا خوشحاله لره:
پوختنه می داده چه په حیواناتو لکه سپی،پیشو،غوا،بوزه،پسه اوداسی نورو باندی لاس وهل دشریعت له نگاه نه سنگه دي ،،؟؟؟
مننه

محمد عالم – پښور پاکستان


 

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول په کور کې د سپي ساتل :

بي ضرورته په کور کې د سپي ساتل جواز نلري ، همدارنګه د سپي سره مينه ، مچي کول او نور د کافر قوم سره مشابهت دی او داسې کول حرام دي تفصيل دلته ولولئ .

د سپي په ويښتانو باندې لاس کش کولو په باره کې مې د منع دليل پيدا نکړ .

مګر د سپي لاړې ، خوله او پسخورده نجس دي ، که په کوم لوښي کې سپي خوله وهي وي خوراک يې پکې کړی وي هغه به اوه ځله ميځل کيږي او يو ځل به په خاورو وهل کيږي .

عن أبي هريرة رضي الله عنه , أنَّ رسولَ الله صلى الله عليه وسلم قال : ( طُهُورُ إِنَاءِ أحَدِكُمْ إِذَا وَلَغَ فِيهِ الكَلْبُ أنْ يَغْسِلَهُ سَبْعَ مَرَّاتٍ أُولاَهُنَّ بِالتُّرَابِ ) رواه مسلم ( 279 ) .

وفم الكلب وحده أو لعابه ورجيعه هو النجس، فلا يقاس عليه بقية جسمه، فيغسل الإناء سبعاً بولوغه فيه .

فتح القدير :64/1، رد المحتار لابن عابدين:192/1،300، البدائع:63/1.

دوهم په کور کې پشۍ ساتل :

په کور کې د پشۍ ساتل باک نلري ، په هغه باندې لاس کش کول باک نلري ، ځکه هغه نجسه نده ، پسخورده يې پاک ده ، او کورني مضر حشرات نيسي .

جليل القدر صحابي ابو هريره رضی الله عنه به د پيسو سره لطف کولو چې په همدې وجه په همدې نامه مقلب شوی دی .

مګر د پشی بيع او سوغات کول جايز ندي ددې څخه منع شوې ده

لحديث أبي الزبير قال سألت جابراً عن ثمن الكلب والسنور (الهر)، قال : زجر النبي صلى الله عليه وسلم عن ذلك . رواه مسلم ( 1569 ) .

جاء في فتاوي الاسلام سوال جواب :

يجوز اتخاذ الهرة في المنزل ولا حرج لأن الهرة ليست مؤذية ، ولا نجسة .

أما كونها ليست مؤذية : فهذا معلوم لا يمارى فيه بل هي مفيدة بأكلها الحيات والجرذ والحشرات وغيرها التي قد تكون في المنازل أو ساحاتها .

ما سمي الصحابي الجليل أبو هريرة بهذا إلا لأنه كان يعطف على الهرر ويقتنيها ،  حتى اشتهر بهذه الكنية ونسي الناس اسمه

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟