يهود او نصارا ولي خپلو اديانو ته د دعوت حق نلري ؟

 

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
دا چه مسلمان ته جایز نه دی چه یهودي یا نصراني شي
او یهود او نصاری ته جایز دی چه مسلمان شي
پدی هکله که  عقلی او شرعی دلیل پلاس کی لری راسره یی شریک کړی ډیره ضروری مسله ده راته.
الله د خیر درکړی
په درنښت
سیدجهانزیب هیله من – هلمند
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله رب العلمين والصلاة والسلام علی النبی محمد صلی الله عليه وسلم
د رسول الله صلی الله عليه وسلم په رسالت او د قرآنکريم په نزول سره مخکېني آسماني کتابونه منسوخ شول
او الله سبحانه وتعالی اعلان وکړ چې نور د الله تعالی په نزد قبول دين اسلام او د اسلام په نزول ټول اديان منسوخ او باطل دي .
ان الدين عند الله الاسلام
شرعي دلائل :
اول : د حضرت عیسیٍ (عليه السلام) دين د قرآنکريم په نزول سره منسوخ شوی دی او حضرت عيسی(عليه السلام) خپل قوم ته ويلی ؤ چې وروسته له ما څخه به بل پيغمبر راشي چې د هغې نوم به احمد وي تاسې بيا د هغه اطاعت او پیروی کوئ، لقوله سبحانه وتعالی :
وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم مُّصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءهُم بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ (الصف 6(
ژباړه : او ياد کړه هغه وخت کله چې وويل عيسی زوی د مريمی خپل قوم ته ای بنی اسرائيلو زه تاسې ته د الله تعالی راليږل شوی پيغمبر يم چې تصديق کونکی يم دهغه تورات چی مخکی له مانه راغلی او زېری ورکونکی د هغه پيغمبر چې له مانه به ورسته راشي دهغه نوم به احمد وي، خو کله چې دوی ته راغی سره له ښکاره نېښانونو دوی وويل دا خو ښکاره کوډې یا جادو دي .
دوهم : عيسی (عليه السلام) يواځې اسرائيلي پيغمبر ؤ.
عيسی (عليه السلام) يواځې د اسرائيلو د قوم لپاره مبعوث شوی ؤ نه دی ټولې نړۍ لپاره چی قرآن کريم يې داسې سپيناوی کوي :
وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُم
ژباړه : او ياد کړه هغه وخت کله چې وويل عيسی زوی د مريمې خپل قوم ته ای بني اسرائيلو! زه تاسی ته د الله (جل جلاله ) له لوري پيغمبر استول شوی يم .
محمد رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) د نبيانو ختم (ورستنی پیغمبر) دی يو عالمي پيغمبر دی قرآن هم يو عالمي آسماني کتاب دی :
مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ( احزاب 40 (
ژباړه :
إِنْ هُوَ إِلاَّ ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِين
يعنې : قرآن يو عالمی کتاب دی
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلاَّ رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ (الانبياء 107(
يعنې :محمد رسول الله رحمت د ټول عالم دی.
عقلي دلائل :
نبوت ولی په محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم ختم شو ؟
د هيڅ کوم بل پيغمبر نه ورسته بل پيغمبر نه راځی مګر په دريو علتونو:
۱- چی د مخکې پيغمبر تعليمات له مينځه تللي وي او دی ته ضرورت وی چه بيا خلکو ته وړاندې شي .
۲- د مخکې پيغمبر تعليمات کامل او پوره نه وي نو دې ته ضرورت وي چه کامل شي .
۳- چې د پيغمبر تعليمات يوه قوم او امت ته خاص شوی وي چې نور قومونه او امتونه هم دی ته ورته پيغمبر ته ضرورت ولري .
نو اوس واضح وينو چه دغه دری واړه علتونه وجود نلري نو د نبوت سلسله هم ختمه شوې .
نو اوسنی نړۍ نوي تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه قرآنکريم موجود دی سوونه کاله کيږی خو ديوه حرف تغير هم پکې نشته د حضرت عثمان (رض) د وخت ليکل شوی قرآنکريم اوس هم په موزيم کې موجود دی
د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ژوند کړنلاره دهغه اقوال او افعال ټول په مکمل ډول په کتابونو کی ساتل شوی دي .
همغه د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د وخت تعليمات په ټوله نړۍ کې داسې روان دي ته به وايې چه همدا اوس پيغمبر صلی الله عليه وسلم ژوندی دی .
و الله غنی عن کل شی

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟