محترمه زه دوه سواله لرم هیله ده د شریعت حنفی مذهب په رنا کی معلومات راکری:
۱- زه فعلا د امریکا په یو ایالت کی د زده کروله خاطره ۶ میاشتو لپاره ژوند کوم د روژی مارکه میاشت که له خیره سره روژه نیسم خو د روژی په مبارکی میاشت کی د۵ ورځو لپاره واشنګتن ته چی له دی ځی تقریبا دوه نیم ساعته د موتر مزل فاصله لری سفر کوم آیازه په دی ۵ ورځو کی مسافر یم که نه؟ روژه ونیسم بیایی د روزی مبارکی میاشت د تیریدو وروسته و نیسم او کنه روزه دار باید ووسم؟
۲-زه دلته په امریکا کی یم دا غوشه چی دلته بازار کی به منجمد حالت کی پلورل کیزی حلاله ده او کنه؟
عبدالمؤمن
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
هغه ناروغ ته چې د روژې نيولو توان نه لري او مسافر ته د روژې ماتول مباح دی او وروسته د رمضان څخه بيا د دغه قضا شويو روژو قضايي ګرځوي ، لقوله سبحانه وتعالی : فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ (البقره ۱۸۴ ) .
مګر که په سفر کې سختي نه وي د روژې نيول غوره او بهتره دي ، تاسې چې واشنګتن ته ځئ ، د سفر او هغه اوسيدو وسائل به هم وآرام وي نو تاسې ته هلته د روژې نيول غوره او بهتره دي .
دوهم : دا غوښي اکثره په اسلامي ذبحه باندې نه وي تر سره شوي بلکي څاروي په برقي چارچ باندې وژل کيږي ددې غوښو څخه ځان ساتل په کار دي .
تفصيل دلته وګورئ
https://dawat610.com/archives/8011
و الله سبحانه وتعالی اعلم