په سعودي کې د ميشتو مسافرو د حج حکم څه دی ؟

السلام عــــلیکم ورحمة الله وبرکاته. قدرمنو! دوه پوشتنی دی راسره که په تفصیل باندی ځواب راکړي نوډیره مهربانی به مووی:

۱- دلته (په سعودی) کښی دا کوم مسافر چه حج ته ځی نو هغو ته حکومت یوه تسریح ورجوړوی یعنی ۲۵۰۰ یا ۳۰۰۰ ریال تری وړي بیا یی په قانونی طریقه حج ته پریژدی خو اکثره خلک دا نه جوړوي او په غیرقانونی یعنی د حکومت نه په پټه لاره ځی حج ته دا حج یی حنګه ده قبلیږي که نه؟

۲- که یو څوک قرضداره هم وی خو په سعودی کشی مسافری کړی او حج ته لاړشی څنګه ده حج یی کیږی که نه؟

ابوبکر حقيار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

څوک چې حج ته په شرعي طريقه لاړ شي حج يې صحي دی دا که جواز ولري يا نه .

مګر د حج د تنظيم کوونکی د امر مخالفت جايز نه دی ځکه هغوی د حجاجو د نظم مسئوليت لري او په نظم کې د حج د سفر جواز شرط او يو شرعي مصلحت دی .

خلاصه دا چې د جواز نه اخيستل د شرعي مصلحت خلاف عمل دی داسې کول ښه نه دي مګر په هر صورت د حج آدا کول صحي دي .

جاء في مرکز الفتاوي اسلام ويب :

فإن الحج إذا أتى به الحاج على الوجه الشرعي صحيح، سواء كان مصرحا له بالدخول أو لم يكن كذلك، لكن لا تجوز مخالفة أوامر ولاة الأمر فيما أمروا به من تنظيم  شؤون الحج، وذلك لأن النظام الذي يتخذ لتنظيم الناس وضبط سفرهم للحج معتبر شرعا لأنه فعل لمصلحة معتبرة.

دوهم : څوک چې حرمينو يا هغه ته نږدې ساحه کې اوسيږي او حج ته تلای شي په هغوی باندې حج فرض دی ځکه د حج د پاره لاره کاملاً برابره ده او د حج د فرضيت شرط همدا دی چې په هره طريقه چا ته د حج د تللو لاره برابره شي په هغوی باندې حج فرض دی ، لقوله سبحانه وتعالی : وَلِلّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلاً (آل عمران ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟