په سعودي عربستان کې د کفري اډو د شتون په اړه ستاسې نظر څه دی ؟

پوښتنه می داده چی د سعودی عربستان په بار کي ستاسی څه نظری دی
چی هغوی د کافرانو لپاره د غلطو کارنو ( زنا او فحشا) ترسره کولو لپاره زمینه مساعد کړی ده
آیا دا د شرم ځای ندی چی په یو مسلمان هیواد کی د کافرانو لپاره داسی زمینه برابره وی آیا په دی هیواد کی جهاد نه فرض کیږی آیا ددی هیواد خلک خپل هیواد پریږدی او د بل هیواد ته د جهاد لپاره لاړ شی دا مناسبه ده .
مثلاً یو څوک یو چاته وایی چی ستا بچیان لمونځ نه کوی په حال ددی چی ددی خپل بچیان هم لمونځ نه کوی ددی خبره پرځای ده یا اول باید دی خپل بچیان لمانځه ته را وبولی بیا بل وو وایی چی لمونځ وکه .

دا چی دوی خپل هیواد کی جهاد نه او بل هیواد کی جهاد کوی آیا څوک به دا ومنی چی دوی د جهاد لپاره راغلی دی او یا یی کم بل استراتیژیکی هدف دی .

او همدا رقم د پاکستان په باره هم معلومات راکره چی هغوی هم په خپل واک ندی . لمړی خو دا چی د هغوی قانون د کفارو دی چی نوم حتا اسلامی ندی آیا هلته هم جهاد فرض دی اوکه ندی .
او دا چی تر ټو لو مخکی د کافرانو ته سعودی عربستان او پاکستان هډی ورکړی دی .
د یو چا چی په خپل کور کی مرداخوری او فحشا موجوده وی آیا هغه اجازت شته دی چی بل ته ګوته ونیسی او و وایی چی تاسی داسی یاست .
ډیره بښنه غواړم چی ډیری خبری می وکړی .
ستاسی د ځواب او ددی په باره کی اسلام احکاماتو په هیله
په درناوی
شمس الرحمن  زاهد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : له بده مرغه د اسلامې نړې حکمرانان د کفري نړې تر تسلط لاندې دي څوک لږ او څوک ډير او د اسلامې امت اکثره حکومتونه په ماانزل الله باندې فيصلی نه کوي بلکي په وضعي قوانينو فيصلې کوي .

دوهم : پيغمبر صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې يهود او نصارا به له جزيرة العرب څخه باسې او بغير له مسلمان څخه به بل څوک نه پريږدی ( مسلم 1767)

همدارنګه د وفات په وخت کې يې وصيت وکړ چې له جزيرة العرب څخه به ټول مشرکين وباسئ (بخاري 3053، 3168، 4431 او مسلم 1637) .

د نړی يو ظالم کفري طاغوت ته به د نظامي اډی ورکول څنګه جايز شي .

مخکې مو اشاره وکړه چې نن زمان مسلمانانو له قرآن او سنتو څخه مخ اړولی دی نو ځکه پر دوی باندې کافران مسلط شوی دي .

ايمان يې ضعيف دی پر الله تعالی توکل نه کوي د کفر له نظامي قوت څخه ويره لري .

هر اسلامې هيواد چې کفارو ته نظامي اډي ورکوي د اسلام او مسلمانانو په حق کې ستر خيانت او سخت ناکاره عمل بلل کيږي .

مګر په کوم عقل او منطق د سعودي اډي له دغه ظالمانه يرغل سره مقايسه کوﺉ ؟

هلته تر اوسه پورې په دې نه دې توانيدلی چې د ملک په قضايي نظام ، تعلمي نصاب کې بدلون راولی يا کوم مسلمان قتل او بې عزته کړي ، زمونږ په هيواد کې چې دغه ظالمانه يرغل په دې تيرو لسو کلونو کې کوم ظلمونه او اسلام ضد کړنې تر سره کړې د تأثيرات له مينځه وړل به يې په سلو کلونو کې هم مشکل وي .

د زرګونو بې ګناه مسلمانانو قتلول ، بې عزته کول ، وهل او بندي کول او له خپل کور او ولس څخه شړل او فرارول ، د خلکو مسيحي او دهريي کول ، د قضايي نظام بدلول د اسلامې تعلمي نصاب له مينځه وړل ، ټولنه فاسدول ، په ټولنه کې تفرقو ته وده ورکول د فحشاء خپرول او داسې نور په سلګونه اسلام ضد اعمال تر سره کول .

نو کله چې د مسلمانانو پر کلی او ولس کافران يرغل وکړي په توره شپه کې يې په کور ورخيږي وژني يئ او بې عزته کوي يئ په دې صورت الله تعالی مسلمانانو ته حکم کوي چې :

( و قاتلوا في سبيل الله الذين یقاتلونکم ) يعنې د الله په لاره کې له هغو کسان سره جهاد وکړﺉ چې تاسې وژني

په کوم هيواد او ولس چې کافران يرغل وکړي د هغه هيواد او ولس په ټولو وګړو جهاد فرض عين ګرځي او په اسلامې امت فرض کفايي .

نو د افغان مجاهدينو مرستې ته چې کوم بهريني مسلمانان راځي هغوی د اسلام د لوړوالی او د فرض د ادا کولو د پاره پخپله خوښه راځي ، د هغوی د حکومتونو لخوا نه راليږل کيږي که هغوی پخپله د جهاد جزبه لرله نو په خپل هيواد کې به يې کفري اډو ته ځای نه ورکولو .

په اسلامې امت کې د مسلمانانو لخوا يو د بل سره مرسته کول په عوامو او ولسونو پورې اړه لري نه په حکومتونو ځکه حکومتونه خو هسې هم د کفارو په رايه کار کوي .

دريم : دا يو څرګند حقيقت دی چې د افغان پر کړيدلې ولس باندې د ستر نړيوال کفري حشر په يرغل کې د پاکستان انګريز حکومت ، د ايران د ګرګين لمسيانو او داخلی مليشو پوره ونډه واخسته .

ای افسوس د داسې مسلمانانو په حال !!!!!!!!!!!!!!

هر څوک به د خپل عمل جزا ويني .

د کافرانو سره په اسلام او مسلمان ضده اعمالو کې مرسته کول او د هغوی سره دوستي کولو په اړه په قرآنکريم کې سخت وعيد بيان شوی دی :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ  المائده 51

ژباړه :اي مؤمنانو! يهود او نصارا خپل ملګري مه نيسی دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغه خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .

 نو څوک چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لرﺉ هغه دې عامه تبليغاتو ته نه ګورﺉ ، د هيچا اعمال د اسلام ترجماني نشي کولای ، هغه که اسلامې ولسونه وي او که د جهاد په صف کې دځنو کسان ناکاره اعمال وي بلکې د نجات لاره داده چې سړی د قرآن او سنتو لارښوونو ته مخ کړي او هغه ټينګ ونيسي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : تَرَكْتُ فِيكُمْ أَمْرَيْنِ لَنْ تَضِلُّوا مَا تَمَسَّكْتُمْ بِهِمَا كِتَابَ اللَّهِ وَسُنَّةَ نَبِيِّهِ»: موطا مالك» 2/899 (1594)

(ستاسې په مينځ کې مې دوه څيزونه پريښودل تر هغه پورې به هيڅکله ګمراه نشئ څو پورې مو چې په دغو دوه څيزونو منګلې نښلولی وي (په هغه عمل وکړی ) د الله کتاب (قرآن ) او سنت نبوي

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.