دزکات مقدار په سروزرو کی سومره دی او معادل یی په افغانی کی سوروپی کیزی
عبدالجليل رحمتی
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د سرو زرو د زکات نصاب 85 ګرام دی او د زکات مقدار يې 2.5% يا څلويښتمه برخه ده .
مثلاً که څوک 100 ګرامه سره زر ولري د زکات مقدار مساوي دی په :
100÷40=2.5
2.5 ګرامه د زکات مقدار شو دا مقدار به د مستعملو سرو زرو په نرخ کې ضرب کړي .
فرضاً که د نويو سرو زرو نرخ 2400 افغانۍ وي او د مستعملو 2000 افغانۍ وي نو د زکات اندازه په افغانۍ باندې مساوي شي په 5000 افغانۍ .
و الله سبحانه وتعالی اعلم