که یو کس روژه نه نیسي، روغ جوړ وي، خپل وخت په لهو لعب تیروي، او د رمضان په مبارکه میاشت کې، شپه او ورځ زنا او لواطت ته دوام ورکوي، نو د ده په اړه شرعي حکم څه دی؟
الجواب وبالله التوفيق
يا الله توفيق رانصيب کړئ د صحيح جواب!
رمضان د الله ﷻ د رحمتونو، برکتونو او مغفرت میاشت ده، چې د مؤمن لپاره د نیکیو زېرمه، د ګناهونو بښنه، او د تقوی ښکلی سفر وي. دا هغه میاشت ده چې شپه او ورځ یې د عبادت، دعا، صبر، او د الله ﷻ د رضا لپاره ځانګړې شوې ده. خو که یو کس په همدې مبارکه میاشت کې، د روژې سپیڅلتیا ته هېڅ ارزښت نه ورکوي، د روژې نیولو پر ځای د نفس غوښتنو ته تسلیمېږي، او آن د فحشاء، زنا، او لواطت په مردارو لارو سر شي، نو دا د سترې بې لاري نښه ده.
څومره بدبختي ده چې یو بنده د الله ﷻ د رحمتونو په دروازه کې ولاړ وي، خو پر ځای د دې چې د مغفرت سوال وکړي، هغه عملونه ترسره کوي چې د دنیا او آخرت د سخت عذاب لامل ګرځي. که د روژې نه نیول له کبیره ګناهونو څخه وي، نو په دې میاشت کې د فحشاء ارتکاب د لا سترې بې حیایۍ او بې تقوایې ثبوت دی. زنا هغه عمل دی چې الله ﷻ یې په قرآن کې سخت غندلی، او لواطت هغه بدکاري ده چې د پخوانیو امتونو د هلاکت سبب شوې.
د دې فعل شرعي حیثیت
۱) د رمضان بې احترامي او روژه خوړل
په روژه کې د روژې خوړل، پرته له عذر څخه، د کبیره ګناهونو څخه دی. رسول الله ﷺ فرمایلي:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه، قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ ﷺ: “مَنْ أَفْطَرَ يَوْمًا مِنْ رَمَضَانَ مِنْ غَيْرِ رُخْصَةٍ، وَلَا مَرَضٍ، لَمْ يَقْضِهِ صِيَامُ الدَّهْرِ وَإِنْ صَامَهُ”
(سنن الترمذي . سنن ابن ماجه)
یعنې که څوک د عذر پرته د رمضان روژه ماته کړي، نو که ټول عمر روژه نیسي، د هغه تاوان نشي پوره کولی.
۲) په رمضان کې د فحشاء ارتکاب (زنا او لواطت)
زنا او لواطت دواړه له سترو کبیره ګناهونو څخه دي. الله ﷻ فرمايي:
وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَىٰ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا
(الإسراء)
یعنې زنا ته مه نږدې کېږئ، ځکه دا لویه بې حیایې ده او بد لاره ده.
او د لواطت په اړه الله ﷻ د قوم لوط کیسه بیانوي او فرمايي:
أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّن دُونِ النِّسَاءِ ۚ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ
(الأعراف)
یعنې: “ایا تاسو له ښځو پرته له نارینه وو سره شهوت پوره کوئ؟ بلکې تاسو حد تېریدونکي خلک یاست.”
رسول الله ﷺ د لواطت په اړه فرمایلي:
“مَنْ وَجَدْتُمُوهُ يَعْمَلُ عَمَلَ قَوْمِ لُوطٍ فَاقْتُلُوا الْفَاعِلَ وَالْمَفْعُولَ بِهِ”
(سنن الترمذي ، سنن أبي داود)
یعنې که تاسو څوک ومومئ چې د قوم لوط عمل کوي، نو دواړه ووژنئ (په شریعت کې د قاضي حکم ته اړتیا لري).
څوک چې د رمضان سپیڅلتیا له پامه غورځوي، د شیطان ملګری ګرځي، د الهي رحمت دروازې ترې بندېږي، او که توبه و نه باسي، نو د قیامت په ورځ به د عذاب هغه اور ته وغورځول شي چې د زناکارانو، لواطت کوونکو، او فاجرانو لپاره تیار شوی دی. د رسول الله ﷺ فرمان دی، که څوک د قوم لوط عمل ترسره کړي، نو د هغوی سزا تر ټولو سخته ده. همداراز، هغه څوک چې د روژې په مبارکه میاشت کې قصداً د کبیره ګناهونو مرتکب شي، د هغه جرم نور هم زیات دی، ځکه دا د الله ﷻ د مقدس میاشتې ښکاره سپکاوی دی.
بنده باید دا درک کړي چې د ژوند هره شېبه د آزموینې لپاره ده، خو د رمضان میاشت ځانګړې فضیلت لري، چیرې چې الله ﷻ د جنت دروازې پرانیزي، د دوزخ دروازې بندوي، او شیطانان زولانه کوي. نو که څوک په همدې میاشت کې د شیطان پیروي کوي، د خپل شهوت غلامي مني، او د ګناهونو کندې ته ځان غورځوي، دا د بدمرغۍ لوړه درجه ده.
دا کس باید وپوهېږي چې که نن آزاد دی، که نن له خپل نفس سره لوبي کوي، که نن د حرامو مزې اخلي، دا ازادي به د مرګ په راتګ پای ته ورسېږي. قبر د ګناهکار لپاره د دوزخ یوه څنډه ده، او د قیامت سخت حساب ته به وړاندې شي. تر ټولو بده دا ده چې که دا سرغړونه یې د روژې سپکاوی او د دین انکار ته ورساوه، نو دا د کفر حالت ته داخلېږي، چې بیا به د ایمان دروازې پر هغه بندې شي.
فقهاوو ویلي، که څوک په رمضان کې زنا او لواطت ته دوام ورکوي، نو دا د ستر فسق نښه ده، چې که د استغفار او توبې پرته له دنیا ولاړ شي، نو د آخرت عذاب به یې ډېر سخت وي.
علامه ابن حجر مکي رحمه الله فرمايي:
“وَمَنْ اِرْتَكَبَ الْكَبَائِرَ فِي رَمَضَانَ كَانَ ذَلِكَ أَشَدَّ فِي الْعِقَابِ”
(الزواجر عن اقتراف الكبائر،)
یعنې که څوک په رمضان کې کبیره ګناهونه وکړي، د هغه سزا به نوره هم زیاته شي.
خو لا هم د توبې دروازې خلاصې دي. که دا شخص نن بېرته الله ﷻ ته رجوع وکړي، که د خپلو سترګو، غوږونو، ژبې، لاسونو، او پښو ګناهونه پرېږدي، که د الله ﷻ په دربار کې د زړۀ له تله توبه وباسي، نو الله ﷻ یې بښلای شي. ځکه چې د رمضان روح دا دی چې بنده خپل رب ته نږدې شي، له تېرو خطاوو تېر شي، او د نیکمرغۍ لار ونیسي.
له دې مخکې چې ناوخته شي، له دې مخکې چې د مرګ فرشته راشي، له دې مخکې چې د قیامت دروند حساب راشي، بنده باید خپل عملونه سم کړي، د شهوت له بند نه آزاد شي، او د الله ﷻ بنده وګرځي، تر څو د دنیا عزت، د آخرت نجات، او د جنت خوشحالي نصیب شي.
خلاصه د بحث دا شوه محترمه!
دا شخص د سترې ګناه مرتکب دی، چې د دنیا او آخرت له عذابونو سره مخ کېدلای شي.
که د ده دا کړنې د روژې او اسلام د سپکاوي لپاره وي، نو دا د کفر او ارتداد حد ته هم رسېدلای شي.
توبه، استغفار، او د الله ﷻ دروازې ته رجوع کول د ده لپاره یوازینۍ لار ده.
که توبه ونه باسي، نو د قیامت په ورځ به د سخت عذاب مستحق شي.
الله ﷻ دې موږ ته د هدایت لار وښيي او له ستر معصیتونو مو وساتي. آمین.
فإن كان صوابا فمن الله وإن كان خطأ فمني ومن الشيطان والله ورسوله بريئان منه.
که ليکنه درسته او مفيده وي دا د الله سبحانه وتعالی په توفيق او مدد سره او که غلطيانې په کښي موجود وي دا زما کمزورئ ده او ما پري خبر کړي مننه .
………………………..
الجواب الصحيح : خالد منصور هډه وال
—————————
نوټ..
او ضرور ئي شير کړئ مننه .
مننه له هغه چا نه چې ليکنه ئي وه لوستله او د ګوتو نښه يې پرېښوده.!