په روژه کې د خپلې ښځې څخه مچي اخیستل څه حکم لري؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
د روژه په مبارکه میاشت کی د ماشوم او یا له خپلی ښځی څخه مچه اخیستل  په شریعت کی څه حکم لری ، د مهربانی له مخی که لږ تفصیلی معلومات په کی ورکړی ډیره مهربانی به مو وی

مننه- اسدالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې مسئله باندې د جمهورو فقهاؤ اتفاق دی چې که د شهوت بارولو وېره نه وي په روژه کې د زوجينو يو ځای چملاستل ، مچي کول باک نه لري ، مګر که د شهوت پارولو ويره وي په روژه کې داسې کول مکروه دي .

عَنْ عَائِشَةَ رَضِي اللَّه عَنْهَا قَالَتْ: كَانَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم يُقَبِّلُ وَيُبَاشِرُ وَهُوَ صَائِمٌ وَكَانَ أَمْلَكَكُمْ لإِرْبِهِ. (بخارى:1927)

د عايشې رضی الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  به په روژه کې د خپلو ميرمنو سره څملاستلو ، ور تر غاړه کيدل او د روژې په حال به يې هغوی مچې کولې ، عايشه رضی الله عنها زياتوي :آنحضرت صلی الله عليه وسلم د خپل شهوت په کنترول کې له ټولو څخه قوي وو .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.