د دعوت نیوز ټولو کارکوونکو ته سلامونه وایم ، پس له سلامه زه یو دوه شیانو په باره کی پښتنی لرم
– په رنجو لګولو باندی روژه ماتیږی او که نه ؟
– د سر د ویښتانو غوړول په ډول ډول تیلو باندی روژه ماتیږی او که نه ؟
که ځواب مو راکړ نو ډیر به خوشحاله شم .
په پښتنه مینه
دیدارالحق دیدار
ننګرهار همیشه بهار
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د سر ويښتان په تيلو باندې غوړول او همدارنګه په رنجو باندې سترګې تورول روژې ته هيڅ نقصان نه لري (فقه مُيسر حنفي ص ۲۱۷ ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم