د الله تعالی رسولان د الله تعالی استاذې دي چې د الله توحيد او عبادت ته بلوونکي او لارښوونکی دي او د طاغوت او شر څخه منع کوونکي دي .
په رسولانو باندې ايمان لرل د ايمان څلورم رکن او حتی د يو رسول څخه انکار کفر دی .
[إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَنْ يُفَرِّقُوا بَيْنَ اللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَنْ يَتَّخِذُوا بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلاً أُوْلَئِكَ هُمْ الْكَافِرُونَ حَقّاً وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَاباً مُهِيناً وَالَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَلَمْ يُفَرِّقُوا بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ أُوْلَئِكَ سَوْفَ يُؤْتِيهِمْ أُجُورَهُمْ وَكَانَ اللَّهُ غَفُوراً رَحِيماً] (النساء:150).
ژباړه: يقيناً کوم کسان چې په الله او د هغه په رسولانو کافران کيږي او غواړي چې د الله او د هغه د رسولانو تر مينځ جلاوالی راولي او وايي چې مونږ په ځينو رسولانو ايمان راوړو او په ځينو يې نه راوړو او غواړي چې په دې مينځ کې يوه ليار ونيسي .
په رسولانو باندې د ايمان مقصد دا دی چې هغوی د الله تعالی د جانبه د بشريت د لارښوونې لپاره را ليږل شوی دي ، په هغوی باندې نازل شوي حق دي ، د هغوی شريعت حق دی .
پیغمبران عليه السلام د کبيره او صغيره ګناهونو څخه پاک دي ، ټول نارينه دي ، ځينې پر ځينو نورو افضل دي ، د ټولو پيغمبرانو افضل او آخرنی رسول محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم دی .
د رسول او نبي تر مينځ فرق :
رسول هغه پيغمبر ته وايي چې نوی کتاب او نوی شريعت د الله تعالی د طرفه ورباندې نازل شوی وي .
نبي هغه پيغمبر دی چې د الله تعالی د جانبه د خلکو د لارښوونې لپاره مبعوث شوی وي دا چې نوی کتاب او شريعت پرې نازل شوی وی او که نه نبی بلل کيږي .
که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛
https://dawatnews.com/submit-article/
شرعي پوښتنه:
که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.
*دعوت نیوز.کام (بااعتبارترین مرجع نشر و اشاعت قرآن و حدیث در سراسر جهان) ⏬
🌐www.dawatnews.com✅