په رحم کې د اولاد يا حمل دمخنيوي شرعي تحقيق

درود په نبی سلام پر تاسو
سوال ::: ځینی ګولی شته او یاپیجکاری دی چی په بازاروکی خرڅیژی چی دهغه پواسطه داولاد مخنوی کیژی داداسلام له نظه څنګه دی ایا اسلامی طریقه شته چی داولاد مخنیوی وکړو
اسلام وایی چی باید یو ماشوم ته تر دوه کاله پوری د مور شیدی ورکړل شی که چیرته دا دوااستعمال نه کړی نو د بل اولاد په پیداکیدو سره دلومړی ماشوم ژوند په خطر کی شو ایا یو اسلامی طریقه شته چی د اولاد مخنوی وکړو :::

{2}

زما سلامونه او نیکی هیلی قبولی کړی.

وروسته له سلامونونه زه یوه پوشتنه لرم که دشریعت په رنا کی راته جواب کړی دستاسی به ډیره مهربانی وی.

خلک غواړی د اولادونو په منځ کی وقفه راولی دا کار د شریعت له نظره چه حکم لری دا کار د دوایی گانو په واسطه یا د بعضی نورو کارونو په واسطه سره کوی ایا دا په شریعت کی جواز لری او که نه که مو مونژ ته مفصلا معلومات راکړ دستاسی به دیره مهربانی وی.

ددی ایمل په جواب کی یی جواب راولیژی او دستاسیپ خپل سایت کی هم نشر شی نو مهربانی به مو وی. په درنښت
سمیع الحق 
کابل
دیره دیره مننه د هډاوال له ویت پانی څخه

{1}
آیا استفاده  از کاندم (پوقانه) در وقت جماع با همسر حلال است یا حرام؟ یعنی موانع ایجاد کردن برای فرزن آورند و یا تصمیم نداشتن به توافق هر دو جانب همسر و شوهر که تا یک مدت نمیخواهند فرزند بیاورند جائز است یا گناه دارد؟ همچنان حکم استفاده از تابلیت های ضد امیدواری چیست؟  (درويش )
ځواب :
بسم الله الرحمن الرحيم
په رحم کې د اولاد يا حمل دمخنيوي شرعي تحقيق  
د حمل د مخنیوي دوه صورته دي اول صورت يې دادی چه په کومه طريقه مني رحم ته داخل نه شي دهغه د داخليدو مخ ونيول شي ، دوهم صورت يې دادی چې د رحم په منځ د نطفې يا حمل له منځه وړل دي .
لومړی صورت :
دادی چه نفسي خواهش پوره شي خو د منی رحم ته د داخليدو مخ ونيول شي هغه که د کاندم (پوکانه ) يا کومې بلې طريقي سره وي تر څو رحم ته مني داخل نه شي او دحمل مخنيوی وشي .
په عام ډول دې ته عزل ويلای شو دا له پخوا زماني څخه مروج ؤ د نبوت په دورهم ددی مثالونه شته .
عزل کول ځنې علماء جائز بولي او ځنې يې مکروه تحريمي بولي د دواړو قسمو حديثونه شته . لکه حضرت جابر رض روايت کوي : کنا نعزل علی عهد رسول الله صلی الله عليه وسلم والقران يتنزل (مونږ به د رسول الله په زمانه کې عزل کولو او دقرآن نازيليدل جايري وو(بخاري ) .
يو سړي د رسول الله ص نه د عزل اجارت وغوښتلو نو رسول الله ص وفرمايل :
اعزل عنها ان شئت فانه سياتی ما قدره لها (مسلم ،ابوداود) ځه عزل کوه دهغې نه پس يې وفرمايل کوم اولاد چې په مقدر کې وي هغه به کيږي .
بل حديث شريف کې راځې اصحابو کرامو د ويځو په باره کې د حضور صلی الله عليه وسلم نه د عزل اجازت وغوښتلو هغه وفرمايل :
نه داسې کول پکار نه دي ځکه چې تاسې د اولاد نه کيدو د پاره داسې کوی او الله چې د کوم شی د پيدا کول وغواړي هغه به د ستاسې د کار نه بغير هم پیدا کړي .(مسلم باب نکاح )
مفتي اعظم کفايت الله دهلوي رح په اړه ليکي :
د پوکاني استعمال د عزل په وجه مکروه دی او دعزل د پاره د ښځې اجازت ضروری دی ځکه په اولاد کې د ښځې هم حق دی (…….،اماالحرة فلا ينبعی ان يعزل عنها الا با اذن (موطا للامام محمد باب لعزل ۱/۲۴۹ ) .
 دوهم صورت
دوهم صورت په رحم کې دحمل له منځه وړل دی په هره طريقه چې وي .
دحمل لرې کول د ژوندي کيدو او د ژوند د آثارو نه پس حرام دی وجه يې داده چې هر کله چې په حمل کې ژوند راغی نو بيا د رحم په پردو کې ژوند او د ځمکې په مخ ژوند کې کوم فرق نشته .
قوله تعالی : وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُم (اسراء 31 )  (د لوږی له ويرې خپل اولاد مه قتلوﺉ مونږ دوی ته هم روزی ورکوو او تاسې ته هم .
فقهاؤ په اتفاق سره داسې صورت حرام بللی دی .
ابن تيميه رح ليکي : اسقاط حمل حرام بااجماع المسلمين من الواد الذی قال الله تعالی فيه وَإِذَا الْمَوْؤُودَةُ سُئِلَتْ ، بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ يعنی حمل لری کول په اجماع د امت سره حرام دی او دا په هغه وژلو کې راځي کوم الله تعالی په اړه فرمايي وَإِذَا الْمَوْؤُودَةُ سُئِلَتْ ، بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ (فتاوی ابن تيميه ج ۴ ص ۲۱۷ ) .
علامه شامی رح ليکي : د څلورو مياشتو مخکې د حمل لری کول مکروه تحريمي دی ( درالمختار ج۵ ص ۲۷۹ )
اسلامې فقه د شامې رح د قول له بيان وروسته ليکي :
پخوانيو فقهاوو د خپلو مشاهداتو او تجربو څخه دا ليکلی ؤ چې ددی مودی وروسته ژوندی کيږي چې د قتل مرادف وي
او دهغه نه مخکې (د څلورو مياشتو ) ژوندی نه وي چې مکروه تحريمي يې بللی دی .
خو اوسنيو تحقيقاتو دا ثابته کړی چې منی کله په رحم کې ځای پر ځای شي له اوله سره د ژوند آثار په کې موجود وي (اسلامې فقه ۸۶۵ ) .
د نوی فقهي مسايلو فتاوی قاضي خان ليکي :
د حمل لری کول د ژوند د آثارو له پيدا کيدو وروسته حرام دی لکن د ژوند د آثارو له پيدا کيدو مخکې هم ناجايز دی ځکه په حمل کې چې تر څو پورې روح نه وي نو هغه د بدن يوه حصه وي څرنګه چې د چا قتل او يا د اندام پريکول حرام دی دا رنګه د خپل جسم څه حصه پريکول هم نا جايز دي .(نقل فې فقه اسلامی ص ۸۶۸ ) .
په دی اړه د مکې مکرمې د علماء کرامو فتاوای :
د اسقاط (د حمل لرې کولو ) حکم :
۱- اصل دادی چې اسقاط حمل يا د حمل لرې کول په مختلفو مراحلو کې جايز نه دی .
۲- په لومړی مرحله کې يعنی لومړنې څلويښت ورځو کې د حمل لري کول جايز نه دي ،مګر د ضرر د دفع د پاره چې د طب متخصصينو هغه تأييد کړي يا د شرعی مصلحت لپاره چې د شريعت علماء يې تأييد کړي
مګر د حمل لرې کول په دې وخت کې د اقتصادي مشکلاتو له وجې يا د ژوند د تکليف ، تعليم او تربيه ، يا په موجود اولاد اکتفا له وجې روا نه دی .
3- د حمل لرې کول چې کله په کلکه وينه او يا د غوښې په ټوټه بدل شي جايز نه دی ،مګر په هغه صورت کې چې يوه باوري طبي کميټه یې تأييد کړي چې د حمل موجوديت د مور د ژوند د پاره خطر وی ، په دې صورت کې يې لرې کول جايز دي مګر بايد ټول وسايل او امکانات د هغه خطر د دفع لپاره وکارول شي که يې ځواب ورنه کړ په آخر کې به د اسقاط حمل اقدام کيږي .
۴- اسقاط وروسته له دريمې مرحلې يعنی د څلورو مياشتو له پوره کيدو نه ورسته جايز نه دی مګر په هغه صورت کې چې د باوري او متخصصو داکترانو يو ډلې له مشوری او تأييد وروسته دا ثابته شي چې د حمل موجوديت د مور د مرګ سبب ګرځي او
دموجوده وسايلو او امکاناتو کارول بې ځوابه شي نو په دې صورت کې بيا جواز لري تر څو د دؤ ضررو څخه لوی ضرر دفع کړ شي .
و بالله التوفيق، و صلي الله علي نبينا محمد و آله و صحبه و سلم.
          اللجنة الدائمة للبحوث العلمية و الافتاء
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.