۴- د بيان آزادي :
د ديموکراسۍ په نظام کې د بيان مطلقه آزادي ده ، داسې آزادي چې انسان څه غواړي هغه ويلای شي ، ښې خبرې وي او که بدې خبرې ، د چا په ګټه وي او که په زيان او يا د دين ، اشخاصو او قومونو سپکاوی پکې وي څه باک نلري ، ښه او بد ، ګټه او ضرر ، پاک او خبيث هيڅ وزن پکې نلري .
مګر په اسلامي شريعت کې د بيان آزادي ده خو مطلقه آزادي نه بلکي مقيده آزادي ، داسې آزادي چې هغه په شرعې اصولو ، ضوابطو او آدابو سره مقيده شوې ده تر څو د هغه په وجه د انسانان ژوند سالم او د خرابۍ ضرر ، اختلافاتو او دوښمنۍ څخه په امن وي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « من کان يؤمن بالله و اليوم الآخر ، فليقل خیراً أو ليصمت » [1]
ژباړه : څوک چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لري نو هغه به د خير خبرې کوي او يا به سکوت اوسي .
او فرمايي :«ليس المؤمن بالطغان ، ولا باللعان ، ولا الفاحش، ولا البذيء»[2]
ژباړه : مؤمن پيغور ورکوونکی ، لعنت ويوونکی ، بدو خبرو او بدکاره نه وي .
همدارنګه اسلامي شريعت په مجلس کې د دوو کسانو پټې خبرې او يا هم په اشارو او کنايه سره خبرې کول منع کړي دي تر څو د مجلس نورو کډونوالو ته زيان ونه رسیږي .
او غيبت ، بهتان او د بل کس سپکاوی يې حرام کړی دی ځکه په دې کې د نورو لپاره لوی ضرر او د دوښمنۍ سبب ګرځي .
[1] – رواه البخاري و مسلم .
[2] – رواه أحمد ، الحاکم ، الترمذي .