۳- اقتصادي آزادي :
د ديموکراسۍ اقتصادي نظام پر فردي مذهب باندې ولاړ دی چې هر شخص ته حق ورکړ شوی چې د کوم قيد او اخلاقو پرته څنګه چې غواړي خپل مال او ثروت زيات کړي .
سود ، احتکار او نور حرام کسبونه د دوی په نزد د مال د پيدا کولو شريف او رواه کسبونه دي او همدارنګه هر څوک کولای شي پخپله خوښه خپل مال په فساد او رذايلو کې مصرف کړي ، د ټولنې او ماحول لپاره هيڅ ډول مصالح په نظر کې نلري .
د مالدار په مال کې د فقير او محتاج لپاره ادنی حق هم نشته او نه هم دولت کولای شي د خلکو په فردي اقتصاد کې مداخله وکړي بلکي د يو چوکيدار حيثيت لري .
پس د ديموکراسۍ تر سيورې لاندې فردي مذهب کې د اخلاقو او ښو اهدافو پرته د مال ډيرولو پوره آزادي ده او همدارنګه د انسان لپاره يې دا حق ورکړی دی چې د بې حساب مال په پيدا کولو کې کوښښ وکړي پرته له دې چې ټولنې او ماحول ته نظر وکړي ( که د ټولنې او ماحول ضرر هم پکې وي باک نلري کولای شي خپل مال ډير کړي ).
مګر په اسلامي شريعت کې د اقتصاد له بنسټونو څخه دا دي چې:
سود ، احتکار ، ظلم ، چل او فريب او غرر ټول پکې حرام دي ځکه دغه شيان ټولنې او خلکو ته لوی ضرر پيښوي .
او همدارنګه ټول هغه شيان چې اسلامي شريعت حرام کړي وي لکه : شراب ، د خوک غوښه ، پوډر او نور مضر شيان نو د هغه بيع او تجارت حرام دی .
د مثال په توګه سود عظيم جرم دی او الله تعالی د سود خورو پر وړاندې د جنک اعلان کړی دی :
[ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ * فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللهِ وَرَسُولِهِ ][1] .
ژباړه : ای مؤمنانو ! له الله تعالی نه ووېرېږئ ، که په رښتيا مؤمنان ياست کوم سود مو چې پر خلکو پاتې دی هغه پرېږدئ ، نو که (دا کار ) مو و نه کړ (سود خوړل مو پرې نه ښودل ) د الله تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خوا جګړې ته چمتو شئ .
همدارنګه اسلامي شريعت اسلامي حکومت ته دا صلاحيت ورکړی دی چې کچېرې يو کس خپل مال په فساد او لهو لعبو او بې کټې شيانو کې مصرفوي د هغه مخه به نيسي او مال به يې حَجر کيږي .
مګر د ديموکراسۍ په نظام کې سود ، قمار ، احتکار او هر څه حلال او جايز دي .
او په ديموکراسي نظام کې مونږ وينو چې سودي بانکونه او مؤسسات په پوره ډاډ سره خپل فعاليت کوي ، د دولت لخوا جواز ورکول کيږي ، د ضعف پر مهال د دولت لخوا تقويه کيږي او د دولت لخوا ماليات ورڅخه اخيستل کيږي او همداسې لکه مخکې مو چې وويل : هر څوک د مال په مصرف کې پوره آزاد دي .
[1] – سوره البقره .