په ديموکراسۍ کې د انتخاباتو مفاسد

۵- د ټاکنې او انتخاب آزادي :

د ديموکراسۍ په نظام کې د رئيس يا نمايده د ټاکنې لپاره د رأيو غلبه او کثرت شرط دی چې د دغه نظام په انتخاباتو کې لاندې مفاسد موجود

دي:

  • غلبه او کثرت :

د ديموکراسۍ په انتخاباتو کې کثرت او زيادت شرط دی که څه هم په

دوکه او فريب سره وي اهليت پکې شرط نه دی ، د کافر ، مسلمان ، فاسق او فاجر، اهليت او غير اهليت واله هيڅ فرق پکې نشته .

حال دا چې په اسلامي نظام کې د امير د ټاکلو لپاره د اهليت د خاوندانو (علماوو ، متخصصينو او مشرانو ) د يوې شوری لخوا ټاکل کيږي چې د امير لپاره هم شرعې ضوابط ټاکل شوي دي .

  • د شريعت اتهام :

د انتخاباتو عَلمبرداران وايي چې د ديموکراسۍ انتخابات د اصلاح وسيله ده چې په دې سره په اسلامي شريعت باندې د نقص اتهام لګوي.

  • د الولاء او البراء د پولو نړول :

د ديموکراسۍ په انتخاباتو کې د «الولاء» او «البراء» [1]پولي پکې نړول شوي دي د هر فاسق او فاجر څخه کار اخيستل او خپل ځان واک ته رسول دي .

  • د کفر او الحاد قانون ته سر ټيټی :

ديموکراسي وضيعي طاغوتي نظام دی او انتخابات د دغه نظام وسيله ده چې اصلاً د طاغوت قانون ته تسليم او په هغه باندې راضي کيدل دي .

  • ديموکراسۍ ته شرعي بڼه ورکول :

په اسلامي هيوادونو کې د انتخاباتو رواجول په اصل کې ديموکراسۍ ته شرعې بڼه ورکول دي .

  • انتخابات د حرامو وسيله ده .

انتخابات د طاغوتي نظام وسيله ده نو ځکه د حرامو وسيله ده .

  • تعصب :

په انتخاباتو کې هر څوک د خپل ګوند ، خپل قوم او خپل سمت بری غواړي او د بل ګوند ، بل قوم او بل سمت لاندې کول يې مطلب وي چې په دې سره دا د نفاق او تعصب خبيثه خطرناکه وسيله ده .

  • د وخت او مال ضايع کول :

هر نوماند د خپلې بريا لپاره اعلانات ، تبليغات ، ميلمستياوي او نور مصارف کوي خپل مال او خپل وخت ضايع کوي .

  • غير شرعي مساوات :

په انتخاباتو کې متقي او فاسق ، کافر او مسلمان ، نارينه او ښځينه يو شان حيثيت لري ، حال دا چې په اسلامي شريعت کې فاسق او کافر هيڅکله په مسلمانانو مشري نشي کولای او همدارنګه ښځه د خپل فطري جوړښت په نظر کې نيولو سره اسلامي شريعت د امت د مشرۍ د دروند مسئوليت څخه معاف کړې ده .

  • د درواغو وعدې .
  • د ظلم او ګناه په کار کې مرسته :

په انتخاباتو کې برخه اخيستل اصلاً د ديموکراسۍ په ټولو مفاسدو او رذائلو کې مرسته او مدد کول دي .

[1] – الولاء : د متقيانو مرسته او مدد کول ، البراء : د اسلام دوښمنو ، فاسقانو څخه بيزاري .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟