په اسلامي شريعت کې عموماً قتل په دری ډوله دی :
اول ، قتل عمد :
قتل عمد يا قصدي وژل هغه دی چې وژونکی د قتل آله او سلاح استعمال کړي لکه : توره ، ټوپک ، چاقو ، لوی لرګۍ او اوسپنه او قصداً چا ته اور اچول او داسې نور او يا هغه ته په دې مقصد سزا ورکول چې مړ شي او داسې نور ځکه د وژلو د آلې او اسبابو کارول د قصداً معنی لري .
دوهم ، قتل شبه عمد :
هغه قتل دی چې مقتول ظاهراً د قتل قصد نه لري او د قتل آله ونه کاروي لکه: د يوې سړي وهل په همسا ، کوچني لرګي ، څاپيړه او لاس او غيره سره سړی مړ شي يا د زخم او درد له امله څه وخت پس مړ شي نو دا قتل شبه عمد بلل کيږي قصاص نشته ديت مغلظه دی .
دريم ، قتل خطاء :
قتل خطاء هغه قتل دی چې د مقتول نه وژل مقصد وي او نه هم وهل
چې په دوه ډوله دی :
۱- د فاعل په قصد او ګمان کې خطاء : دا چې يو کس په ښکار کې ګمان کوي چې هغه حیوان دی خو هغه انسان وي يا څوک ګمان کوي چې هغه حربي دی خو هغه مسلمان وي .
۲- يوازې په فعل کې خطاء : د يو چا هدف د ښکار ويشتل وي خو په غلطۍ سره انسان ولګيږي .
د لومړي قتل (قصدي) سزا قصاص او ديت دی ، د دوهم (شبه عمد ) سزا ديت مغلظه ده او د دريم قتل (خطاء) ديت دی .
مګر په دوديزو او عنعنوي جرګو کې دريو واړو قتلونو ته يو شان کتل کيږي ، او اکثراً داسې هم وي چې قتل يو کس کړی خو په بدل کې د کورنۍ بل بې ګناه کس وژل کيږي يا قتل خطاء وي مګر د هغوی فيصله د قصدي پشان وي.
او يا هم د قتل د سزا په بدل کې ښځي په بدو کې ورکوي کوم چې تفصيل يې مخکې بيان شو .
او په دې ټوګه په ټولنه کې په کلونو کلونو دوښمنۍ او وژنې روانې وي .