دعوت الی الله او أمر بالمعروف او نهی عن المنکر ددې امت عظيمه فريضه ده ، ددې امت د فضيلت تاج دی ، د پيغمبران عليهم السلام لاره ده ، نو کله چې أمر بالمعروف او نهی عن المنکر ترک کړ شي ، د علم ځای به جهل ونيسي ، نيکو او صالح اعمال ځای فسق او فجور ونسي ، د صالح انسانانو ځای به فاسقان ونيسي ، د سنتو د متابعت ځای به بدعت ونيسي ،جهل ، فسق او فساد او فحاشت به خپاره شي ځمکه به فساد پر سر واخلي .
اهل خير به يوازې او غريب شي او اهل فساد به قوت ومومي ، بلاخره د الله تعالی عام عذاب او عامې بلاوې نازليږي چې د هغه څخه به هيڅوک په امن نه وي .
لقوله سبحانه وتعالی : [وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لاَّ تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنكُمْ خَآصَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ] .
ژباړه: اوتاسو له هغې فتنې نه ځان وساتئ چې په تاسو كې به يواځې خاص ظالمانو ته نه رسېږي او پوه شئ چې بېشكه الله ډېر سخت عذاب وا لا دى.
همدارنګه جهاد اسلام لوړه څوکه ده ، د کفر ، شرک ، فساد او ظلم پر وړاندې د الله د دين د لوړوالی او اسلامي شريعت د تحکيم لپاره مسلحانه قيام دی .
په صليبي جګړو کې د فرانسې پخواني پاچا «لويس» اورپايانو ته وصيت کړو وو چې څو پورې مسلمانان پر جهاد باندې عقيده ولري تر هغه پورې مونږ پر دوی بری نشو تر لاسه کولای .
د جهاد ترک د مسلمانانو د ضعف او ذلت او په ځمکه کې د فساد او ظلم د خپريدو سبب ګرځي .
ابن عمر رضی الله تعالی عنه وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:« إذا تبايعتم بالعينة وأخذتم أذناب البقر، ورضيتم بالزرع، وتركتم الجهاد، سلط اللّه عليكم ذلاًّ لا ينزعه حتى ترجعوا إلى دينكم » رواه ابوداود باسناد حسن
ژباړه: چې کله تاسو په عینه بیع [ تجارتونو] بوخت شئ ، یا دغویو لکۍ ونیسئ [یعني په کښت اوکرونده لګیا شئ ] او په کرهڼه خوشحاله یاست ، اوجهاد ایله کړئ ،نوالله تعالی به په تاسو باندي داسې ذلت راولي چې بیا به یې در څخه پورته نه کړي مګر دا چې بیرته مو ایمان [جهاد ] ته مخ ورواړول .