په دعا کې څنګه لاسونه پورته کيږي

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته :خدای(ج)موکامیابه ولره :وبعد:سوال می دګران اوخوږپیغمبرسنت طریقه ددعاکولوراته وښودل شی چی په کوم ډول به یی لاسونه مبارکان نیولی وه په وخت کښی ددعاکولو.اوهمدارنګه کمی کلیمی په دعاکښی ویل دګران پیغمبرعادت وو.لطفآکه چیری معلومات راکړل شي لطف به مووی .

احسان الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دعا کې د لاسونو پورته کولو سنته طريقه دا ده چې لاسونه به د سينې په برابر پورته کيږي او دواړه لاسونه به پيوسته نيول کيږي چې دوه حالتونه لري ، د لاسونو څټونه به د ځمکې طرف ته وي او ورغوي به د آسمان طرف ته نيول شوي وي او يا به د لاسونو څټونه د قبلې طرف ته وي او ورغوې به يې د مخ طرف ته وي ، او جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د استسقاء په دعا کې لاسونو ډير پورته د سر څخه لوړ هم نيولې دي ( رواه مسلم ، نيل الأوطار ج ۴ ص ۹ ) .

د دعا په آخر کې به دواړه لاسونه په مخ باندې را کش کړي په دليل د دغه حديث شريف :

عن عمر بن الخطاب- رضي الله عنه – أنه قال:‏ كان رسول اللَّه – صلى الله عليه وسلم – إذا رفع يديه في الدعاء لم يحطهما حتى يمسح بهما وجهه؛‏ رواه الترمذي وقال:‏ غريب.

دعا په حمد او درود باندې پيل او ختميږي نور بغير له مسنونه دعا ګانو څخه د دعا څه خاص الفاظ نه دي تعين شوي .

د دعا پوره آداب دلته ولولئ

 

https://dawat610.com/archives/3970

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *