لیکوال: مولانا وحیدالدین خان – ژباړه: هیله تبسم ناشر: دعوت نیوز
د قرآنکریم او حدیثو له مطالعې څخه څرګندېږي چې په اسلام کې ښځه له نارینه سره د مقام په لحاظ یو شان حیثیت لري. قرآنکریم فرمایي:
“تاسو د یو بل برخه یاست.” (آل عمران: ۱۹۵)
نارینه او ښځینه په مقام، حقوقو، دنیا او آخرت په برکتونو کې هېڅ توپیر نه لري. دوی د یوې ګاډۍ دوه ټایرونو ته ورته دي چې دواړه ټایرونه د ګاډۍ په حرکت کې مساوي مرسته کوي. که له دې څخه یوازې یو ټایر خراب شي، ګاډی به ودریږي. په همدې ډول د نارینه او ښځینه له همکاریو
سره د ژوند نظام په ښه توګه پرمخ تللی شي. د انسانانو نارینه او ښځینه وېش د خالق د یوې حکمتناکې پلان جوړونې پایله ده.
د دې موضوع په اړه په قرآنکریم کې لومړنی آیت داسې دی:
“ای خلکو! د خپل رب څخه وویریږئ، هغه چې تاسو یې د یو نفس څخه پیدا کړي یاست. بیا یې له هماغه نفس څخه د هغه جوړې پیدا کړه، او له دواړو څخه یې بې شمېره نارینه او ښځینه خپاره کړل. د الله څخه وویریږئ او د خپلوانو د اړیکو په اړه د خپلو مسئولیتونو خیال وساتئ. الله تل پر تاسو ناظر دی.” (نساء: ۱)
دا آیت څرګندوي چې الله نارینه او ښځینه د له یوه نفس څخه پیدا کړي دي، یعنې له یوې مادې څخه. د بشري نسل اساس له آدم او حوا څخه دی چې لومړنی نارینه او ښځینه وو. په دې ډول ټول انسانان د یو بل وینه وروڼه او خویندې دي.
بل کې آیت فرمایي:
“الله هغه ذات دی چې تاسو یې له یو نفس څخه پیدا کړي یاست او بیا یې له هغه څخه د هغه جوړې پیدا کړې، ترڅو هغه په هغې کې سکون ومومي.” (اعراف: ۱۸۹)
دا آیت په نارینه او ښځینه کې پر ګډو ځانګړتیاوو ټینګار کوي؛ دواړه د یو بل د سکون سرچینې دي. د “سکون” کلمه د ژوند ټولو فعالیتونو ته اشاره کوي، یعنې الله دوی داسې پیدا کړي چې د ژوند په هر اړخ کې یو بل سره مرسته وکړي او د ژوند سفر په امن او بریالیتوب پرمخ یوسي.
د اسلام په لومړنیو وختونو کې دواړه جنسونه د ژوند په بېلابېلو برخو کې فعال وو، د کورنیو چارو څخه نیولې تر زراعت او باغدارۍ پورې او له جومات څخه د جنګ تر ډګر پورې. ښځې په اسلامي تاریخ کې د نارینه وو په سختو حالاتو کې بې شمېره بېلګې د ملاتړ ورکړي دي. یوه د پام وړ بېلګه د حضرت خدیجې ده، د رسول الله (ص) مېرمن چې د لومړي ځل وحې ترلاسه کولو وروسته یې هغه د وېرې او لړزې له حالت څخه عادي حالت ته را وست. هغې وویل:
“الله هېڅکله تاسو نه پرېږدي. تاسو خپلوانو سره مهرباني کوئ، رښتیا وایئ، کمزورو سره مرسته کوئ، او ستړي کسانو ته سکون ورکوئ.” (صحیح البخاري، حدیث: ۴۹۵۳)
په بل آیت کې الله فرمایي:
“زه به ستاسو د هېڅ عمل ضایع ونکړم، که هغه نارینه وي یا ښځینه. تاسو د یو بل برخه یاست.” (آل عمران: ۱۹۵)
عبدالله یوسف علي په دې آیت باندې خپل تفسیر کې وایي:
“په اسلام کې د جنسونو مساوي حیثیت نه یوازې پېژندل شوی، بلکې ټینګار پرې شوی دی. که په معنوي چارو کې د جنس توپیر اهمیت ونلري، نو مصنوعي توپیرونه
لکه حیثیت، مال، موقف، نسل، رنګ، او نسب به لا کم اهمیت ولري.”
په همدې ډول جنت ته د ننوتلو لپاره د نارینه او ښځینه لپاره د تقوا، عاجزۍ، رښتینولۍ، صبر، او مهربانۍ په څېر ورته ځانګړتیاوې اړینې دي.
یو حدیث د ښځې د رول په اړه وایي:
“نارینه او ښځینه د یوې ټولګې دوه برخې دي.” (سنن ابو داود، حدیث: ۲۳۶)
په دې توګه، اسلامي تعلیمات څرګندوي چې نارینه او ښځینه یو د بل څخه غوره یا کم نه دي. خو بیولوژيکي او رواني څېړنې ښيي چې دواړه جنسونه د جلا مقاصدو لپاره ډیزاین شوي دي. په همدې
اساس، د اسلام اصول وایي:
“په درناوي کې مساوي، خو په رول او کردار کې بېل.”
اسلام ښځو ته د نارینه وو په څېر مساوي حیثیت ورکوي او دواړه د ورځني ژوند په چارو کې مساوي ګډون کوونکي ګڼي. د دوی په مقام، حقونو، او د دنیا او آخرت په برکتونو کې هېڅ توپیر نشته.
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162