په خپل ايمان کلک درېدل

د ابى‌عمره سفيان بن عبدالله ثقفى رضی الله عنه نه روايت شوی دی چې وايي: «قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، قُلْ لِي فِي الإِسْلاَمِ قَولاً لاَ أَسْأَلُ عَنْهُ أَحَداً غَيْرَكَ، قَالَ: قُلْ آمَنْتُ بِاللهِ، ثُمَّ اسْتَقِمْ»([1]).

ژباړه : عرض مې وکړ، ای د الله رسوله ! په اسلام کې داسې خبره ما ته ووايه چې له تا پرته يې له بل چا څخه پوښتنه ونه کړم، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ووايه په الله تعالی مې ايمان راوړی دی او بيا پخپل ايمان کلک ودريږه .

تشريح :

معنی د قول « قُلْ لِي فِي الإِسْلاَمِ قَولاً لاَ أَسْأَلُ عَنْهُ أَحَداً غَيْرَكَ » دا ده چې : ما ته داسې يو جامع خبره را وښيه چې پخپل ذات کې واضح وي او زه د بل کس څخه د هغه وضاحت غوښتلو ته احتياج نشم .

نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ځواب ورکړ چې :« قُلْ آمَنْتُ بِاللهِ، ثُمَّ اسْتَقِمْ » .

په دين باندې استقامت دې ته وايي چې : په ظاهري او باطنې اطاعات باندې هميشه والی او د منکراتو او ناروا څخه ځان ساتل دي.

او د دين عظيم مطلب همدا دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم به هميشه دا دعا کول چې « اللهم يا مقلب القلوب ثبت قلبي على دينك »

او مونږ به هم هميشه دا دعا کوو چې ( يا الله ! ستا په دين باندې مو ثابت کړه ) او خاتمه مو په ايمان وګرځوه ، ځکه چې اوس د فتنو دور دی .

[1]– رَوَاهُ مُسْلِمٌ.

شرح ابعون النوويه / ابن سابق رحمه الله

……………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.