سلامونه او نیکی هیلی ستاسودرانه حضورته ډالی کوم الله ج دی وکړی چی نور هم په دی کار کی لا ډیری مرستی وکړی او نور دی هم داسی کسانو ته هم توفق ور کړی.
زما پوښتنه داده چی که یو میرمنه دحیض عادت څلور ۴ ورځی ولری ولی کله ناکله په اوومه یا اتم ورځ یوځل یا دوه ځلی بیا وینه راشی دا څه حکم لری یعنی دامنځنی ورځی (۵،۶،۷) دا باید لمونځ وکړی او کنه جماع وکړی اوکنه څه حکم لری معلمومات راکړی
مننه
ص،ص
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د حيض کمه موده دری ورځې او زياته موده لس ورځې ده .
که د ښځې عادت دا وي چې په څلورمه يا پنځمه ورځ پاکيږي نو غسل به کوي او لمونځ به ادا کوي ، مګر که عادت کډوډ شي نو د کډوډی ټولي ورځي حيض حسابيږي ۵، ۶ ، ۷ او کله چې پاکه شي غسل به کوي لمونځ به ادا کوي .
و اقل الحيض ثلثة ايام و لياليها و ما نقص من ذلک فهو استحاضة و اکثره عشرة ايام و الزائد استحاضة (شرح البداية ۱/ ۶۲) .
فاذ ارآت بين طهرين دماً علی عاتها بالزيادة او نقصان او بالتقدم او التأخير او بهما معاً انتقلت العادی ايام دمها حقيقياً … (هنديه ج ۱ ص ۲۴ ) .
همدارنګه په نفاس کې د د وينې نا منظموالی نفاس شميرل کيږي .
و اصل فيه ان المخالفة للعادة ان کانت فی النفاس فان جاوز الدم ، الاربعين فالعادة باقية تر دليها و الباقی استحاضة و ان لم يجاوز انتقلتا العادة الی مارأته و لکل النفاس ( ردالمختار ۱/۳۰۹ ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم