په حمام کې اذکارو ويل څنګه دي ؟

نن سبا خو په کورونو کې تشنابونه په عصري ډول جوړ دي ، د اودس کولو ، غسل کولو او د ضرورت د رفع کولو ځایونه ټوله پّ یوه تشناب کې وي نو په دي صورت کې د اوداسه په وخت کې هغه مبارک لفظونه چې موږ یی وایو څنګه دي

زين الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحیم

په داسې حمام کې اودس کول مکروه دي چې په هغه کې د لويو يا وړو بولو او مينځلو ځای يو وي ځکه ابو هريرة رضی الله عنه وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم د مينځلو په ځای کې د بولو يا ميتيازو کولو څخه منع فرمايلې ده : عن أبی هريرة قال: “نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم أن يمتشط أحدنا كلّ يومٍ، أو يبول في مغتسله”. (ابوداود، نسايي ،احمد ) .

او همدارنګه په داسې ځای کې اذکار ويل هم جايز نه دي ځکه چې الله تعالی د اسماء بې حرمتي کيږي

مګر په داسې ډول حمام کې په زړه کې د اذکارو ويل باک نه لري ځکه په دې علماء متفق دي د دوی دليل دا دی چې د جنابت په وخت کې د قرآن او اذکارو ويل په زړه کې جواز لري .

امام نوي رحمه الله وايي : اتفقوا على أن الجنب لو تدبر القرآن بقلبه من غير حركة لسانه لا يكون قارئا مرتكبا لقراءة الجنب المحرمة . ” شرح النووي على صحيح مسلم ” ( 4 / 103 ) .

او په داسې حمام کې چې د بولو د پاره کمود ولري او د مينځلو د پاره جلا ځای پايشويه ولري چې اوس اکثراً حمامونه په همدې ډول يعنې عصري ډول جوړيږي چې نجاست د ابو په وسيله انتقاليږي او ظاهراً په حمام کې څه نجاست نه وي نو په داسې حمام کې اودس او اذکار ويل بدون له کراهيته جواز لري .

د عالم اسلام د معتبرو معاصرو مراجعو نظرونه دا دي :

إذا كان ظاهر الحمام طاهراً فلا بأس بالتسمية عند الوضوء، أما إذا كان نجساً فينبغي أن لا يذكر فيه اسم الله تعالى، وأن لا يدخله المتوضئ ولا غيره بشيء فيه ذكر الله. (فتاوي شبکة اسلامية ) .

وجاء في فتاوى اللجنة الدائمة 5 / 94 :

وإذا كان مكان الوضوء خارجا عن الحمام –ولو كان ملتصقاً به- فإنه يشرع للمتوضئ التلفظ بالتسمية ولا كراهة في هذه الحال لأنه ليس داخل الحمام .

والله تعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *