په حدودو کې شفاعت کول

کله چې حد امام او شرعي محکمې ته ورسیږي او اثبات شي نو شفاعت کول پکې حرام دي ، د قوم مشران نشي کولای د حد په اړه د چا شفاعت وکړي په دليل د دغه حديث شريف :

عايشې رضی الله عنه روايت کوي چې قريشو د مخزوميه ښځې په باره کې چې غلا يې کړې وه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته شفاعت وړاندې کړ ، هغه وفرمايل :«أتشفع في حد من حدود الله ، ثم قال : يا ایهالناس انما ضل من کان قبلکم انهم کانوا اذا سرق الشريف ترکوه و اذا سرق الضعيف فيهم أقاموا عليه الحد … لو أن فاطمة بنت محمد سرقت لقطع محمد یدها» ([1] ).

ژباړه: ايا تاسې د الله تعالی د حدودو څخه په يو حد کې شفاعت کوئ ، بيا يې وفرمايل : ای خلکو ! د تاسې څخه مخکې کسان چې بې لارې شول د هغوی وجه دا وه چې کله به کوم شريف کس غلا وکړه هغه به يې پريښودلو او که ضعيف کس به غلا وکړه په هغه باندې به يې حد جاري کولو ، کچېرې د محمد صلی الله عليه وسلم لور فاطمه غلا وکړي نو محمد به د هغې لاس قطع کوي .

[1] – جامع الصحيح ۴/۱۷۵، صحيح مسلم ۳/۱۳۱۱.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟