په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول څنګه دي؟

له هر څه نه مخکي زما د زړه د کمي سلامونه قبول کړي، اسلام علکيکم ورحمته الله برکاتهُ
فقط تاسو نه پشتنه دا وو چي
۱۔ نن سبا په مسجدونو کي د بينک نه تحفه شوي شي يا بينکونه د خپل نوم لپاره مسجدونو کي جاى نمازونه او يا دغه څي ساعتونه ورکوي نو ددي په شريعت کي څه حکم دے څرنګه چي نن صبا تقريباَ ټول بينکونه سود تجارت او داسي نور معاملي تر سره کوي۔
۲۔ بله موضوع د برق په معامله که دے۔ هغه دا چي آيا موږ دشخصي د جنراتور برق او يا د حکومت تير کړل شوي برق د اجازت نه بغير دا برق موږ مسجد ته ورکولي شو او يا اجازت نه بغيرمسجد ته داستفاده لپاره تيرولي شو او کنه۔
ستا کُمک په دي پختنه به د همکاري وړوي۔
۳- يو ملګري چي بيښي مونځ نه کوي او د خپل بل ملګري خبره هم د مونځ په باره که نه مني آيا داسي سړي سره ملګرتيا ته مخکي دوام ورکول پکار دي او کنه۔
ستا سو ځواب به ماته د کُمک وړ وي۔
احمد عابد سعادت

بسم الله الرحمن الرحيم
۱- ځواب :
که چيري نموړی بانک د سود او قمار په معامله ککړ وي نو د سود او قمار مال خبيث دی د خبيث مال لګول په جومات کې جائز نه دي ، په داسې جاينماز چې په حرامو پيسو اخيستل شوی وي لمونځ کول مکروه دي (کفايت المفتي ج ۳ ص ۱۹۱ ) .
په حديث شريف کې راځي وَلا يَقْبَلُ اللَّهُ إِلاَّ الطَّيِّبَ (الله تعالی يواځې پاک مال قبلوي )
قال تاج الشريعة : اما لو انفق فی ذالک مالاً خبيث و ما لا سببه الخبيث و الطيب فيکره (درالمحتار ۱باب مايفسد الصلاة وما یکره فيها / ۶۸۵ سعيد ) .
۲- ځواب :
بې اجازې نه د بيت المال او نه هم د بل چا مال لګول جائز دي ځکه الله تعالی مونږ ته امر کړي دی چه :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ (29- النساء ) . ای مؤمنانو ! تاسې په خپلو منځو کې يو د بل مالونه په ناحقه مه خورئ .
جومات د عبادت ځای دی د خير په کارونو يواځې پاک مال لګول قبليږي او بس
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : وَلا يَقْبَلُ اللَّهُ إِلاَّ الطَّيِّبَ … (البخاري ) يعنی الله تعالی فقط پاک مال قبلوي .

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟